د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

امرخېل: ځینې مافیايي ډلې د خپلې بقا لپاره، د سولې مخالفت کوي


د افغانستان د ملي ثبات ټولنه وايي، د مخالفو ډلو سره د سولې په خبرو کې باید ولسمشر په کور دننه فشار ته غاړه کېنږدي.

د یادې ټولنې مسؤلین وايي، افغانستان تر ټولو زیات سولې ته اړتیا لري، خو ځينې مافیایي کړۍ د خپل بقا په خاطر نه‌غواړي دا هڅې بریا ته ورسېږي.

د دې ټولنې مشر ضیاالحق امرخېل د دوشنبې په ورځ د حزب اسلامي سره د سولې له موافقې څخه د ملاتړ غونډې ته وویل چې ځينې څېرې د خپلو ګټو په خاطر د سولې مخالفت کوي، خو باید پروا یې ونه‌ساتل شي.

هغه که څه هم د کومې ډلې یا چا نوم وانه‌خیست خو وايي چې د سولې د هڅو له ډېرېدو سره د مافیايي کړیو څېرې په ښکاره کېدو دي.

هغه زیاته کړ:

"له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې د مخالفت په رامنځته کولو کې، دا وېره سر له اوسه پیدا شوې چې له طالبانو سره به له دې زیات مخالفت کېږي، نو ولسمشره په کلکه ودرېږه! د سولې په بحث کې ولس درسره دی مخ ته لاړ شه، دېرش میلیونه افغانان درسره دي، د سولې لپاره دې ملا تړي، نو ونه‌وېږېږي ځينې څېرې به مخالفت کوي، خو ولس سوله غواړي."

ښاغلی امرخېل وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله هر ورځ ولس درنه قرباني ورکوي نو په کار ده چې په خپله ولس د هغو پر وړاندې چې د سولې مخالفت کوي په واحد دریځ کې ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د حزب اسلامي سره د سولې موافقې د وروستي کېدو په اړه ویلي او وايي چې ډېر ژر به لاسلیک شي.

له دې وړاندې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم ویلي چې د سولې موافقه‌لیک په حکومت کې د یوه لوري له‌خوا له ځنډ سره مخ شوی.

جمهور رئیس غني بیا د لوی اختر په ورځ په خپله وینا کې وویل چې د سولې په پروسه کې هېڅ بې دلیله ځنډ نه‌مني او که څوک داسې هڅې کوي ملت ته به مراجعه وکړي.

له دې سره د بېلابېلو قومونو ځيني مشران له طالبانو غواړي چې د حزب اسلامي څخه په زده‌کړې دوی هم بین‌الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

​دوی وايي:

"زموږ هره ورځ د تنکیو زلمیو پر مرګ تېرېږي، ولس نور دا وضعیت نه‌غواړي، له طالبانو هم د حزب اسلامي په څېر غوښتنه لرو چې د خدای په خاطر دې ملت ته راشئ، له دې بدبختیو چې د پردیو په ژبه غږېږئ نور ځان خلاص کړئ، مستقیماً په یوه ځای کې راجیګ شئ چې موږ سولې ته حاضر یو."

"د سولې ګام ډېر نېک دی په دې کې چې هر څومره قدمونه اخلۍ نیکي ده او که هر څوک‌یې مخنیوی کوي، سوال کوو چې خدایه تباه‌یې کړې، باید د طالبانو په شمول ټول د ملت په خاطر قدم کېږدي او موږ همدې ته منتظر یو."

د سولې عالي شورا ویلي که څه هم له طالبانو سره د رسمي خبرو لړۍ درېدلې، خو د روغې جوړې لپاره د هغوی د ځينو مشرانو سره وخت نا وخت په اړیکه کې دي.

د چارو کتونکی میر سردار ځدراڼ وايي چې په هېواد کې د سولې ټینګښت د ملي یووالي حکومت مشرانو د مهمو کمپاینې ژمنو څخه یوه ژمنه وه چې باید د حزب اسلامي سره د خبرو په تعقیب‌یې له وسله‌والو طالبانو سره هم پیل کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG