د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

له حزب اسلامي سره به د سولې موافقه څه وخت لاسلیک شي؟


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقه لاهم نه‌ده لاسلیک شوې.

تمه وه چې له حزب اسلامي سره د سولې موافقه نن دوشنبې لاسلیک شي ځکه د دې موافقې په وړاندې خنډونه ظاهراً له‌منځه تللي دي، خو د سولې عالي شورا د دې موافقې د لاسلیک د دقیق وخت په اړه څه نه‌وايي.

د یادې شورا مرستیال د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي و چې له حزب اسلامي سره د سولې موافقه به تر دوو ورځو پورې نهايي شي.

د دې شورا منشي او ویاند امین‌الدین مظفري تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره خبرې په ښه فضا کې پر مخ ځي، خو نوموړي زیاته کړه چې دا موافقه به د ټولو ډلو د نظریاتو له اخیستو وروسته لاسلیک شي.

هغه زیاته کړه:

"د دولت او حزب اسلامي د پلاوي تر منځ خبرې په دوستانه فضا کې روانې دي او مثبته نتیجه به ولري، په راتلونکو څو ورځو کې به وروسته له دې چې د ټولو اړخونو نظریات په دې اړه واخیستل شي، د دواړو اړخونو تر منځ توافق ان شا‌ءالله کېدونکی دی او کېږي."

تمه وه چې د سولې موافقه نن دوشنبې لاسلیک شي
تمه وه چې د سولې موافقه نن دوشنبې لاسلیک شي

په تېرو څو ورځو کې چې له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې خبره بیا توده شوه حزب ته نېږدې سرچینو ویل چې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ له دې مخالفې وسله‌والې ډلې سره د سولې مخالفت کوي.

څه موده مخکې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر کریم امین ویلي و چې د سولې د موافقې سند په اړه وروستۍ موافقه شوې مګر لاسلیک‌یې د حکومت د یوه اړخ د مخالفت له کبله ځنډېدلی.

خو د سولې شورا منشي او ویاند ښاغلی مظفري وايي، اجرائیه ریاست له حزب سره د سولې د موافقې مخالفت نه‌دی کړی.

ښاغلی مظفري زیاتوي:

"دا د هر اړخ او د افغانستان د هر مشر او رهبر حق دی چې په دې اړه نظر ورکړي او موافقه‌یې واخیستل شي، زه فکر کوم چې د مخالفت موضوع قطعاً مطرح نه‌ده، خو دا ښه کار دی چې ټول اړخونه خپله نظریه ورکړي او له هغو سره په دې اړه مشوره وشي چې خبره لږه کلکه راشي او په راتلونکي کې کوم مشکل ونه‌لري."

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم پرون ازادي راډیو ته وویل چې له حزب سره د سولې موافقه نهايي شوې، خو ښاغلي فیصل هم د دې موافقې د لاسلیک وخت ونه‌ښود.

ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په ورځ وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې هېڅ راز خنډ نه‌مني او خبرداری یې ورکړ چې که څوک په دې چاره کې د خنډ اچولو هڅه وکړي، نو دی به دا مسئله د افغانستان له خلکو سره شریکه کړي.

XS
SM
MD
LG