د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

سعیدي: قلعۀ‌زال کې د حکومتوالۍ چارې په ښه توګه جریان لري


د کندز په قلعۀ‌زال ولسوالۍ کې سیمه‌ییز او پوځي چارواکي وايي، اوس‌مهال په دې ولسوالۍ کې د پخوا په شان دولتي ادارې د خلکو پر مخ خلاصې دي.

یاد چارواکي وايي، د دې ولسوالۍ خلک په ارامه فضا کې پر خپلو ورځنیو فعالیتونو باندې بوخت دي.

د قلعۀ‌زال ولسوال محبوب‌الله سعیدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د قلعۀ‌زال خلک د امنیت راوستو په برخه کې له حکومت سره اوږه پر اوږه همکاري کوي.

محبوب الله سعیدي
محبوب الله سعیدي

ښاغلی سعیدي زیاتوي:

"د قلعۀ‌زال ولسوالۍ خلک له امنیتي ځواکونو سره ښه همکاري لري او د آقتپه په سیمه کې ۳۳ کلي د دولتي ځواکونو د حاکمیت لاندې دي او دولتي ادارې د خلکو پر مخ خلاصې دي، موږ په آقتپه کې د امنیت په برخه کې ستونزه نه‌لرو، خو د قلعۀ‌زال په سیمه کې یوه اندازه ستونزې شته دي."

په ورته وخت کې په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان برید جنرال ادم خان متین بیا وايي چې دوی په دې ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د یادې ولسوالۍ په ستراتیژیکو سیمو کې یې لويې امنیتي قرارګاوې هم جوړې کړي دي.

ښاغلی متین زیاتوي چې لاهم په دې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري.

احمد خان متین
احمد خان متین

​دی وايي:

"موږ د امنیت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي او دلته ډېرې لويې قرارګاوې موږ جوړې کړي او ځواکونه په‌کې ځای پر ځای شوي دي او د طالبانو پر وړاندې لاهم زموږ عملیات دوام لري."

بل‌خوا د قلعۀ‌زال ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وايي چې دوی د امنیت راوستو په برخه کې له حکومت او د دولتي ځواکونو سره همکاري کوي، څو دغه ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

د دې ولسوالۍ یوه تن اوسېدونکي روزي بای په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"طالبان یوازې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ دښمنان نه‌دي بلکې د ټول افغانستان دښمنان دي، ځکه طالبان پُلونه خرابوي، ښوونځي وېجاړوي، خلک ځوروي او ځوانان وژني او دوی د خارجي او داخلي دښمنانو په اشاره وران کاره کارونه کوي."

د یادونې ده چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز د آقتپه سیمه څه باندې یو میاشت د وسله‌والو طالبانو په کنټرول کې وه، خو یوولس ورځې وړاندې د افغان ګډو ځواکونو د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې دغه ولسوالۍ بېرته ونیوله.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG