د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

هولکر: کندز کې د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالي پېښې کمې شوي


د کندز ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي چې د تېرکال په پرتله دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي پېښې کمې شوي دي.

د ښځو چارو رئیسه وايي، دا چې سږکال په دې اداره کې کمې قضیې ثبت شوي، علت یې دا دې چې د دې ولایت ډېری برخې ناامنې دي، نو کېدای شي د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي پېښې زیاتوي، خو خلک د ناامنیو له کبله نه‎شي کولای چې اړوندو ارګانونو ته مراجعه وکړي.

د کندز ولایت د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي ۱۲۰ قضیې ثبت شوي وې، خو د روان کال ۶ میاشتو کې ۲۸ قضیې په دې ریاست کې ثبت شوي.

د کندز ولایت د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر
د کندز ولایت د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر

اغلی هولکر زیاته کړه:

"د روان کال په ۶ میاشتو کې موږ د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي ۲۸ پېښې ثبت کړي دي چې څلور د وهلو قضیې او درې هم د وژنې قضیې وې او نور یې حقوقې دي."

اغلی نصیبه هولکر، په دې ولایت کې د ښځو وضعیت د ښه کېدو ترڅنګ د هغوی پر وړاندې له شته ستونزو او ننګونو څخه هم سترګې نه پټوي هغه وایي چې ښځې لا هم د دې ولایت په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې د روغتیایې خدمتونو په برخه کې د دولت او مرستندویه ټولنو جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

دی وايي:

"موږ په عدلي طب کې ښځېنه ډاکټرانې نه‎لرو دا د ښځو پر وړاندې ډېره لویه ستونزه ده او دغه څانګه ډېره مهمه څانګه ده، په دې برخه کې د اړوندو ارګانونو پاملرنه غواړو."

په ورته وخت کې کندز کې د ښځو د حقوقو یو تن فعاله فرشته مُبارز بیا وايي چې د اسلام سپیڅلۍ دین هیڅ کله هم جبر او اکراه نه مني او دیني عالمان باید خلکو ته د ښځو د حقوقو په اړه کره معلومات او پوهاوی ورکړي.

اغلې مبارز زیاتوي:

"که دولت د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي عاملونه ته د قانون په رڼا کې سزا ورکړي،هیڅوک به هم د ښځو پر وړاندې له تاوترېخوالي کار وانه‎خلي."

د کارپوهان په اند، د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي د ختمولو په برخه کې قومي مشران، د جوماتونو ملا امامان، د مدني ټولنو استازې او رسنۍ په ګډه سره کار وکړي څو د ښځو پر وړاندې په راتلونکې کلونو کې تاوترېخوالی له‎منځه ولاړ شي.

اجمل ارین- کندز

XS
SM
MD
LG