پاکستان کې د اورګاډو ټکر۶تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي
د پاکستان ملتان کې د دوو رېل ګاډو جنګېدو په نتیجه کې شپږ کسان مړه او تر ۱۰۰ زيات ټپیان شوي دي. پېښه نن سهار وختي هغه وخت رامنځته شوه کله چې له کراچي څخه روان شوې عوامي اېکسپرېس مسافر رېل ګاډۍ له ملتان ښاره ۲۵ کیلوميټره ليرې په شير شاه سيمه کې له يوې بار وړونکې ريل ګاډۍ سره وجنګېدل. د اختر د رخصتيو له کبله د ژغورنې چارې ځنډنۍ وې.