د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، په اوس وخت کې د اسلامي دولت ډلې شاوخوا دوه نیم زره وسلهوال په افغانستان کې فعال دي.
د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې ضمیر کابلوف وایي، د هغو معلوماتو له مخې چې ده ته رسیدلي داعش د خلکو جذبولو ته دوام ورکوي او خپلې جنګي وړتیاوې زیاتوي او که مخه یې ونه نیول شي، دوی به له له دې زیات له یوه پیاوړي ځواک سره مخامخ وي.
د افغان ولسمشر په ګډون لوړ پوړو چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې دغې ډلې ته یې په تېره بیا د هېواد په ختیځ کې سخت ګذار ورکړی دی.
له دې مخکې امریکایي چارواکو په افغانستان کې د داعش د غړیو شمېر د زرو او درې زرو ترمنځ اټکل کړی و.