ټاکل شوې ده پاکستان او روسيه خپل لومړی پوځي تمرينونه د روان کال په پای کې پیل کړي.
پاکستاني چارواکو د ايکسپريس ټريبيون ته ويلي چې له دواړو لورو به شاوخوا دوه سوه نظامي پرسونل په جنګي تمرينونو کې ګډون کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا د ازادي راډيو مشال څانګې ته په خبرو کې تائيد کړې ده چې دا تمرينونه له روسيې سره د اړيکو پراخولو برخه دي.
څېړونکي وايي، د روسيې او پاکستان مخ پر پراخېدو اړيکې د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ د خړو پړو اړيکو څرګندونه کوي.
په دې اړه نور حال له اسلام آباده د رفعت انجم په راپور کې اورو: