د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

افغانانو ټولنيزو رسنيو کې د زړور زاهد په وژنه توند غبرګون ښودلى


په ټولنيزو رسنيو کې فعالو مدني فعالانو، سياستوالو او افغان ځوانانو د ننګرهار د امنيې قوماندان مل پاسوال زړور خان زاهد وژنه غندلې، هغه يې د "اختر شهيد" او د وسله والو مخالفينو دا عمل يې "ناوړه" و "بزدلانه" بللى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د امنيه قوماندان مل پاسوال زړه ور خان زاهد د يکشنبې په ورځ ماځيګر د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې په یوه پوسته کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شو.

د حصارک ځايي دولتي چارواکي رسنيو ته ويلي چې زړور خان زاهد يوې امنيتي پوستې ته ورتلو چې پر موټر یې د سړک پر غاړه ښخ شوي ماین چاودنه کړې چې قوماندان او د هغه یو ساتونکی په کې وژل شوي او درې ساتونکي یې زخمیان دي.

که له يوې خوا د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر پر دغې پېښې خواشینې ښودلې او قوماندان زاهد يې د زړورتیا سمبول بللى، نو له بلې خوا په ټولنيزو شبکو کې فعالو افغان ځوانانو، مدني فعالانو او سياستو هم د هغه وژنه غندلې ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پر خپلې فيسبوکپاڼې د زړور خان زاهد وژنه غندلې، نوموړى يې زړور قوماندان بللى او وژنه يې ورته ستره ضايع بللې ده:

زاخېلوال: زاهد پر هېواد مین او د افغانستان یو له بهترینو مسلکي قوماندانانو څخه و.
زاخېلوال: زاهد پر هېواد مین او د افغانستان یو له بهترینو مسلکي قوماندانانو څخه و.

"ما مرحوم له نږدی پیژانده - نوموړی ‌‌‌‌‌‌ډېر با احساسه، بادرده، په هېواد مین او د افغانستان یو له بهترینو مسلکی امنیه قومندانانو له جملی څخه ‌ؤ، د نوموړی شهادت د ټول هېواد او په ځانګړی توګه د لوی ننګرهار لپاره یوه ستره ضایعه ده."

ليکوال و شاعر ارشاد رغاند زړور خان زاهد يو "استثنايي" قوماندان بللى او له حکومته یې غوښتي چې د هغه د وژنې غچ دې واخلي، نوموړي پر خپلې فيسبوکپاڼې ليکلي:

"د ننګرهار د زړور امنيې قوماندان جنرال زړورخان زاهد د شهادت خبر خورا ودردولم، زړورخان استثنايي قوماندانانو څخه و چې د وطن د ناموس د دفاع لپاره د جنګ اولې کرښې ته تلو."

حصارک د ننګرهار تر ټولو لرې پرته ولسوالۍ ده چې د کابل له سروبي او لوګر له ازرې ولسوالۍ سره نښتې ده.

په دغه ولسوالۍ کې د تېرې یوې میاشتې راهیسې حالت بیخي ترینګلي دی او ويل کېږي چې دوه اونۍ وړاندې وسله وال طالبان د ولسوالۍ پر دېوالونو هم ور اوښتي و.

د ننګرهار امنيې قوماندان دغه ولسوالۍ ته د وسله والو د ځپلو لپاره ورغلى و، خو د اختر په شپه د مخالفينو د بمي چاودنې ښکار شو.

په ټولنيزې شبکو کې فعال افغان ځوان ډاکټر نجيب ننګيال د اختر په شپه له وسله والو مخالفينو سره د جګړې په سنګر کې د زړور زاهد وژنې ته په اشاره پر خپلې فيسبوکپاڼې ليکلي:

"اخ مورې! اخ وطنه! ته څومره ګران بها خاوره شوې، ته موږ په څومره قربانیو وساتلې، ستا له لمنې مو د "تورو زاغانو" د شړلو لپاره څومره منډې وکړې، ځه لوړ سر ګرځه، ټولې نړۍ ته ووایه، زما زامن د نړۍ تر ټولو وفاداره زامن دي، زه یې په خپلو وینو ساتلې یم، ان د اختر شپه یې په پوره "زړه ورتیا" د سنګردارۍ "زهد" کړی."

ليکوال او شاعر او د طلاعاتو کلتور وزارت وياند هارون حکيمي بيا زړور خان زاهد شهادت د ريښتينولۍ يو ژوندى مثال بللى او پر خپلې فيسبوکپاڼې يې ليکلي:

هارون حکیمي
هارون حکیمي

"زړوره! د هیواد د عزت او هېوادوالو د امنیت، په لاره کې دي د ژوند قربانۍ، را وښوول چي رښتینی یې، ستا ارمان رښتینی، ستا لباس رښتینی او ستا شهادت د رښتینولی یو روښانه مثال دی."

زړور خان زاهد د ننګرهار د امنيې قوماندان په توګه څو مياشتې مخکې په تورخم کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ په هغه نښته کې هم برخه اخيستې وه او خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ و چې د پاکستانيو ځواکونو له خوا په تورخم کې د دروازې د جوړولو له امله رامنځته شوې وو.

د ټولنيزې شبکو يو افغان فعال ذبيح اندړ پر خپلې فيسبوکپاڼې د تورخم نښتې او په دې کې د زړور زاهد ګډون ته په اشاره ليکلي:

"د تورخم جګړه کې د زړور چيغې او د الله اکبر نعرې مې اوس هم غوږو کې ازانګې کوي، رښتينی زړور وو، همداسې په زړورتيا يې د اختر په شپه، سنګر کې د شهادت جام نوش کړ."

د يادونې وړ ده چې د ټولنيزو شبکو ګڼ شمېر فعالانو له افغان حکومته غوښتي چې د ننګرهار د امنيې قوماندان د وژنې له امله دې ماتم اعلان کړي او د هغه مړى دې په کابل کې له پوځي اعزاز او تشريفاتو سره يوځاى خاوره ته وسپارل شي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG