د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

ارباب: افغان سوداګر باید د بېوزلو کډوالو لاسنیوی وکړي


د هېواد وتلي انځورګر حمدالله ارباب وايي، افغان سوداګر او نور شتمن خلک دې د هغو مجبوره کډوالو لاسنیوی وکړي چې اوس تازه له پاکستانه خپل وطن ته راستنېږي.

نوموړي په همدې موخه د "خپل وطن ،ګل وطن" تر نامه لاندې یو انځوریز نندارتون جوړ کړی و، نوموړي د دې نندارتون له لارې پر ټولو سوداګرو غږ وکړ چې راستانه شویو کډوالو سره مرسته وکړي:

"ددې انځوریز نندارتون نه زموږ پيغام دا و چې له دې لارې پر سوداګرو غږ وکړو هغو کډوالو سره مرسته وکړي چې اوس تازه تازه له پاکستانه راځي او دلته مرستو ته اړتيا لري."

که څه هم په دې نندارتون کې د سوداګرو ونډه ډېره کم رنګې وه خو د ننګرهار د اطاق تجارت مشر شمس الرحمن د سوداګرو په استازولي ډاډ ورکړ چې دوی به د خپل توان په اندازه له کډوالو سره په هره برخه کې مرسته وکړي:

" کډوالو وروڼو سره هر ډول کمک د ولایت په همکاري ورسره کوو، که هغه په هره برخه کې اړتیا وي، د سرپنا، خوراکي توکو په برخه کې وي موږ ورته تیار یو."

په دې نندارتون کې مدني فعال انجنير راحت ګل زيارمل وویل، ګڼ شمېر افغان کډوال چې له پاکستانه راغلي هغوی عاجلې مرستې ته اړتيا لري.

نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې د اختر په قربانۍ کې دې د کډوالو برخه په پام کې وساتي او هغه مصارف چې حاجيان په دودونو لګوي پر هغې دې کډوالو سره مرسته وشي:

"زما له ټولو علماو نه هيله ده چې خلک دې له کډوالو سره مرستې ته وهڅوي او د اختر په ورځ دې څرمن او یا هم غوښه هغه دې مجبوره کډوالو ته ورکړي، همدارنګه له حاجي صاحبانو نه مې غوښتنه ده چې تاسو هغه پیسې چې په تسبو، جای نمازونو او خرماو مصروفوی هغه را واخلئ او یوه غریب کډوال ته ورکړي چې د هغوی یو څه ستونزې ورسره حل شي."

د تېر کوچني اختر را وروسته له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ پراخه شوې او ددغو کډوالو په وینا ولسوالیو ته د ناامنۍ له امله نشي تلی او د جلال اباد په ښار کې د اوسېدو کورونه نه پيدا کېږي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د کډوالو د سرپناه د ستونزو حل په موخه په پام کې لري چې ددې ولایت یو شمېر ډاګوونه د کډوالو لپاره مشخص کړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG