د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ترکیه هڅه کوي اروپايي ټولنې سره د موافقې د لغوه کېدو مخه ونیسي


د اروپایي ټولنې هېوادونو ته د ترکیې د اتباعو د مسافرت د وېزې پر بندیزونو له اختلافاتو سره سره، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ کېدای شي د دوی د هېواد او اروپايي ټولنې تر منځ د کډوالو په باب د یوه مهم پرېکړه لیک د لغو کېدو مخنیوی وشي.

ترکیه هڅه کوي، څو د اروپایي ټولنې اندېښنه د پناه غوښتونکو او کډوالو په باب د پرېکړه لیک په اړه لیرې کړي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر پرون د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د کډوالو په باب د پریکړه لیک په اړه په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل؛ یو ګډ تفاهم منځ ته راغلی چې د هغه پر بنسټ کېدای شي یوې عمومي پریکړې ته ورسېږو.

مولود چاویش اوغلو، د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له ریسې فریدریکا موغیریني او د پراختیایي کمېشنرۍ له رئیس یوهانیس هان سره له لیدنې وروسته وویل؛ دی په دې باور دی چې په دې درک سره کولای شو په ستونزو بری ومومو.

اوغلو: بیروکراسی باید د خنډ په توګه مطرح نه شي.
اوغلو: بیروکراسی باید د خنډ په توګه مطرح نه شي.

نوموړې زیاته کړه:

"د دری ملیارډو ډالرو لېږد چې په ترکیه کې د سوریایي کډوالو لپاره د اروپایي ټولنې له خوا وعده شوي دي باید چټک شي او بیروکراسی باید د خنډ په توګه مطرح نه شي. "

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ هر څوک باید پوه شي چې پیسې په کومه ځي.

د کډوالو د بحران موضوع به د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې چې راتلونکې اوونۍ د سلواکیا په پلازمېنه براتیسلاوا کې جوړېږي، یوه له بنسټیزو مسألو څخه وي.

د فرانسې او ایټالیا مشران
د فرانسې او ایټالیا مشران

له بلې خوا د فرانسې ایټالیا او د مدیترانې د غاړې د پنځو هېوادونو مشران په اتن کې سره راټول شوي څو د کډوالو او د اروپا د مالي پورونو د بحران په اړه خبرې وکړي.

ویل کېږی چې تر یو میلیون زیات کډوال په غیر قانوني ډول له ترکیې نه یونان او له هغه ځایه د اروپا نورو هېوادونو ته رسېدلي دي.

ویل کېږی تر یو میلیون زیات کډوال په غیر قانوني ډول له ترکیې نه یونان او له هغه ځایه د اروپا نورو هېوادونو ته رسېدلي دي.
ویل کېږی تر یو میلیون زیات کډوال په غیر قانوني ډول له ترکیې نه یونان او له هغه ځایه د اروپا نورو هېوادونو ته رسېدلي دي.

نورو اروپایي هېوادونو ته د غیر قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر هغه وخت کم شو چې د بالکان هېوادونو په خپلو پولو کې دېوالونه پورته کړل او دغه راز له ترکیې سره پریکړه لیک تر اجرأ لاندې راغی.

خو ترکیې ګواښ کړی دی چې که اروپایي ټولنه د اکتوبر تر میاشتې په خپلو ژمنو عمل و نه کړي، له دغه توافق څخه به ووځي.

XS
SM
MD
LG