خبرونه
میرکل: ترکي اتباعو ته د اروپايي ټولنې د ویزې په اسانه کولو کې مرسته کوو
د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل پرون ژمنه وکړه چې که ترکیه اروپا ته د غیرقانوني کډوالو مخه ونیسي، برلین به په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د ژر منل کېدو د غوښتنې ملاتړ وکړي.
مېرمن مېرکل په استانبول کې له خپل ترک سیال احمدداود اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې د ویزې د اسانتیاوو او مالي امتیازاتو وړاندیز وکړ:
((جرمني چمتو ده چې ترکي اتباعو ته د اروپايي ټولنې د ویزې په آسانه کولو کې مرسته وکړي.
د جرمني او ترکیې ګډې ډلې په دې اړه لومړنۍ خبرې کړي او په راتلونکو څو ورځو کې به بیا غونډه سره وکړي.))
مېرمن مېرکل وویل، جرمني له انقرې څخه غواړي د هغو کډوالو د بېرته منلو په برخه کې سمدستي اقدام وکړي چې جرمني یې له خپلې خاورې باسي.
داوداوغلو د کډوالو د مخنیوي لپاره د یوه مصوون زون د جوړېدو په برخه کې د ترکیې پر غوښتنه یوځل بیا ټینګار وکړ. د ترکیې له دې طرحې سره تراوسه چا ځکه لېوالتیا نه ده ښودلې چې له پوځي اقداماتو څخه کار اخیستل هم پکې شامل دي.
د جرمني صدراعظمې د کډوالو د بحران پر موضوع د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم خبرې وکړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
متحده عربي امارات وایي، ایران یو ځل بیا د دوی پر خاوره ډزې کړي
متحده عربي اماراتو سه شنبه( د مې ۵ مه) ماښام ادعا وکړه چې له ایرانه د توغندیو او ډورن الوتکو برید پرې شوی دی.
د متحد عربي اماراتو دفاع وزارت په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی هوایي دفاع سیستمونه په پرله پسې ډول د توغندیدو او ډرونونو د شنډولو هڅې کوي.
په دبۍ کې تیر ماښام د خطر زنګ هم ووهل شو.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ویلي و چې د ایران له لورې درې توغوندي پرې توغول شوي او څلورم یو په اوبو کې غورځیدلی.
د دوشنبې په ورځ د اماراتو په فجیره کې د تیلو په صنعتي سیمه کې د ډرون الوتکو د برید له امله تر اورلګیدو وروسته د درې کسانو د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شول، چې دا حملې په نړیواله کچه وغندل شوې او ایران بیا وروسته وویل چې دوی دا بریدونه نه دي کړي.
د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د ازبکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو غږیږي
ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر بیاته ماینل رایزینګر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر پنجشنبه( د مې ۶ مه) له ازبکستان سره د افغان کډوالو په تړاو یو تړون لاسلیک کړي.
د اتریش حکومت غواړي له خپلې خاورې یوشمیر افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ازبکستان سره تړون « د یوې ثابتې او عادلانه پناه غوښتنې د پالیسۍ» د یوې برخې په توګه د کډوالو د ایستلو لپاره شرایط رامنځته کوي.
د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.
د پاور لیفټینګ شپږ افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي
په بلاروس کې د پاور لیفټینګ په نړیوالو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي برخه اخلي.
دا سیالۍ نن( د مې ۶ مه) پيلیږي او تر یکشنبې دوام کوي.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست سه شنبه( د اپریل ۵ مه) خبر ورکړ چې د افغانستان د پاورلیفټینګ شپږ لوبغاړي او یو روزونکی بلاروس ته ولاړل.
د پاور لفټینګ نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې تر سلو ډیر هیوادونه دي، چې تمه ده د بلاروس په لوبو کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.
روسیي ځواکونو په اوکراین کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه دوه ویشت کسان وژل شوي دي.
رویټرز اژانس د اوکرایني چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د دې بریدونو په ترڅ کې دولس تنه په زاپروژیا کې وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوي دي، همداراز پنځه تنو د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک په ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه تنه هم په پولتاوا سیمه کې وژل شوي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه پیغام کې چې په ټیلګرام کې یې خپور کړ اندیښنه ښکاره کړه چې ښایي د تلفاتو شمیر زیات شي.
دا بریدونه د سې شنبې په ورځ څو ساعته مخکې تر دې وشول چې د اوکراین له لورې اعلان شوی اوربند پيلیږي.
کییف د سې شنبې د شپې له دولس بجو وروسته د اوربند د پیلیدو وړاندیز کړی دی. تر دې مخکې مسکو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د مې په اتمه او نهمه، یعني د جمعې او شنبې په ورځو به اوربند وي. دا هغه ورځې دي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د شوروي اتحاد د بریا جشن لمانځل کیږي او پوځي رسم ګذشت ترسره کیږي.
په بدخشان کې ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه ټپيان شوې دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار کورنیو رسنیو ته وویل چې دا پېښه سه شنبه تر غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې یو لنډ کروزر موټر د مایمي ولسوالي په « غذ دره» سیمه کې چپه شو.
د ټپيانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی
روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی.
د ورسیې دفاع وزارت پرون دوشنبې وویل،" د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پریکړې له مخې د مې اتمه او نهه له اوکرایین سره اوربند کوي".
روسیه هرکال په مې میاشت کې په دویمه نړیواله جګړه کې خپله بریا په لویو پوځو مراسمو سره لمانځي.
بل پلو، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" هغه اوربند چې مسکو په کې دغه جنش ولمانځي د اوکرایین لپاره "جدی نه دی".
د هغه په ټکو، "روسیه له دې ویره لري چې اوکرایین پر سره میدان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه کړي".
هغه وړاندې ویلي،"د روسیې له خوا په جګړې د ځنډ هیڅ ډول جزیات له اوکراین سره شریک شوي نه دي".
زلنسکي بیا د مې میاشتې پنځه او شپږمه اوربند اعلان کړی دی.
د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي پر یو میلیون قابلو دې پانګونه وشي
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي،" په افغانستان کې پر څه باندې یو میلیون قابلو پانګونه د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره تر ټولو اغیزناکه لار ده".
دغه سازمان نن سه شنبې د مې ۵مه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي چې پر قابلو دغه پانګونه کولی شي له میندو سره د امیندوارۍ، خوندي زیږون او له زیږون وروسته مرسته وکړي.
دا تازه خبرداری په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ویلي وو چې تر ۲۰۳۰کاله به افغانستان د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو محرومې شوي او له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي.
د پاکستان د پوځ یو ملاتړی مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس ووژل شو
ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي.
وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و.
شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې.
تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه یوه خبرپاڼه کې د شیخ محمد ادریس پر وژل کېدو خفګان څرګند کړی دی.
اعلامیه کې د هغه وژل کېدل غندل شوي او " د اسلام او علماوو د دښمنانو" کار بلل شوی دی.
تراوسه د پيښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
عراقچي؛ متحده عربي امارات دې د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې نه کاروي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له متحده عربي اماراتو غوښتي چې د ایران پر وړاندې له "پوځي حل لارې " کار وانخلي.
عراقچي نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکي،"پوځي حل لار نشته، په داسې حال کې چې مذاکرات د پاکستان د سخاوتمندانه هڅو سره د پرمختګ په حال کې دي، متحده ایالاتونه او متحده امارات دې محتاط اوسي".
عراقچي دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پرون دوشنبې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د ایران له لورې د دریو توغول شویو توغندو د شنډیدو خبر ورکړ.
د دفاع وزارت په ټکو، هوايي دفاعي سیسټم له ایرانه درې توغول شوي توغندي په هوا کې شنډ کړي او یو توغندی په سمندر کې غورځیدلی دی.
د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له غځیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ایران پر امارات عربي اماراتو توغندي توغوي.
د ایران دغو تازه بریدونو په پراخه کچه غبرګونونه پارولي دي.
د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن بلاروس ته روانیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي.
د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي.
د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.