د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

ارګ: د حکومت مشرانو تر منځ هېڅ سیاسي اختلاف نه‌لیدل کېږي


جمهوري ریاست وایي چې ولسمشر او اجرائیه رئیس په ټولو عمومي مسایلو موافقه کړې.

دا ریاست وایي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ خبرې ادامه لري او د ولسمشر ټینګار دا دی چې د مشارکت اصل ته درناوی وشي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر د واک د وېش پر ځای پراخ مشارکت ته ارزښت ورکوي او وایي چې د مقرریو لپاره باید ځانګړي شرایط په پام کې ونیول شي.

ښاغلی چخانسوری وایي چې د حکومت د مشرانو تر منځ دا مهال هېڅ ډول سیاسي اختلاف نه‌لیدل کېږي.

چخانسوري: ولسمشر او اجرائیه رئیس په ټولو عمومي مسایلو موافقه کړې.
چخانسوري: ولسمشر او اجرائیه رئیس په ټولو عمومي مسایلو موافقه کړې.

چخانسوري زیاته کړه:

"په ټولو مواردو توافق شوی، په اصولو کې ټول موارد د ولسمشر او اجرائیه رئیس د منلو وړ دي. پر جزئیاتو کاري غونډې روانې دي چې څنګه له قانون سره سم باید عمل وشي."

د ارګ او سپېدار ماڼیو تر منځ اختلافات هغه مهال زیات شول چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر ولسمشر غني انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې په کارونو کې له ده سره سلا مشوره نه‎کوي.

خو ولسمشرۍ ماڼې د ښاغلي عبدالله دا څرګندونې د حکومتدارۍ د موازینو خلاف وبللې.

له هغې وروسته د ملي یووالي حکومت مشرانو څو ځلي په خپلو کې سره ولیدل او په اختلافي مسایلو یې سره خبرې وکړې.

د سیاسي توافقنامې عملي کول، انتخاباتي اصلاحات، د برېښنایي تذکرو وېشل، په مقرریو کې سلا مشورې او د اساسي قانون تعدیل د دواړو مشرانو د خبرو منځ‌پانګه جوړوله.

په عین حال کې اجرائیه ریاست وایي چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ په ډېرو مسایلو موافقه شوې خو وایي چې په ځینو موضوعاتو لا هم خبرې روانې دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې د سیاسي توافق‎نامې د بشپړې عملي کولو لپاره د دوی غوښتنه پر خپل ځای ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال سید میثم
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال سید میثم

ښاغلي میثم زیاته کړه:

"موږ د ملي یووالي حکومت د سیاسي توافق‎نامې د عملي کېدو په لټه کې یو، دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او له موږ سره د حکومتدارۍ د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوي."

بل لورته یو شمېر سیاسي څېړونکي وایي چې د ملي یووالي حکومت مشران دې د سیاسي ناندریو پر ځای له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانه د افغانستان د ژغورلو لپاره کار وکړي.

له دې ډلې نه محمد یونس فکور وایي چې د سیاسي اختلافاتو دوام په دولت کې د جدي ستونزو لامل ګرځي او دواړه مشران دې باید دا موضوع له پامه ونه‎غورځوي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG