راپورونه وايي چې په کابل کې پرون دوشنبه دفاع وزارت ته نېږدې دوو خونړیو بریدونو تر ۳۰ زیات کسان وژلي.
ویل کېږي چې په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه پنځه لوړپوړي افغان امنیتي او دفاعي چارواکي شامل دي.
د راپورونو له مخې دفاع وزارت ته څېرمه د دوو بریدونو په قربانیانو کې د دفاع وزارت د ملاتړ لوا مرستیال جنرال عبدالرزاق پنجشیري، د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو د قومندانۍ مرستیال زمان احمدزی، د ملي امنیت د ښاري ریاست مدیر مولانا محمد صادق، د پولیسو د دویمې امنیتې حوزې امر سید زمان حسیني او د همدې حوزې مرستیال احمد سالنګي شامل دي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، جنرال رزاق لومړی ټپي شوی و او روغتون کې یې ساه ورکړه.
ښاغلي رادمنش زیاته کړه:
"له بده مرغه زموږ ډېر هېوادوال ټپیان او شهیدان شول چې په منځ کې یې جنرال عبدالرزاق هم ټپي شو. په تأسف سره چې څلورسوه بستریز روغتون ته په انتقال سرهیې ساه ورکړه او شهید شو."
افغان حکومت پرون ماښام د کابینې په فوقالعاده غونډه کې د کابل وروستۍ حملې په سختو ټکو وغندلې.
د ولسمشر غني په مشرۍ په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ته دنده وسپارل شوه چې د دې بریدونو تر شا لاس لرونکي پیدا او عدالت پرې پلی کړي.
امنیتي چارواکي وايي، دوی لاهم د تلفاتو د کره شمېرو پر راټولولو بوخت دي.
تمه کېږي چې نن به په کابل کې د امنیتي ادارو ویندویان د کابل د وروستیو بریدونو په اړه خپل راټول کړي معلومات له خبریالانو سره شریک کړي.
وسلهوالو طالبانو د دې خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.
ویل کېږي چې لومړنی برید د دوشنبې په ورځ ماسپښین درې نیمې بجې وشو.
ورپسې دویم ځان وژونکي چې نظامي یونیفورمیې پر تن و، خلک او چارواکي مرستې ته وروغوښتل چې دویمه چاودنه د لومړنۍ چاودنې د قربانیانو سره د مرستې لپاره د راټولو شویو خلکو په ګڼه ګوڼه کې وشوه او تر ټولو ډېره مرګ ژوبله هم همدې چاودنې اړولې.
په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ مأموریت لهخوا هم د کابل بریدونه غندل شوي دي.
کابل کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن په یو بیان کې ویلي، د طالبانو دا بریدونه د دې څرګندوی دي چې دوی د افغانانو او هغو کسانو ژوند ته چې د افغانستان د خلکو د دفاع ژمنهیې کړې سپکاوي ته دوام ورکوي.
د جنرال نېکولسن په وینا د ناټو قاطع ملاتړ مأموریت په افغانستان کې د سولې او ثبات ډ تینګښت په برخه کې د افغان دولت د هڅو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.