د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

یونسکو: افغانستان کې ۱۱میلیونه کسان له سواد نه محروم دي


یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز بنسټ په یوه تازه راپور کې دا موندلې چې په افغانستان کې یوولس میلیونه خلک سواد نه لري.

د سپټمبر میاشتې اتمه چې د سواد د نړیوالې ورځې سره برابره ده د پوهنې وزارت روانه اوونۍ د بې سوادۍ د لمنځه وړلو په نامه نومولې ده.

دغه اوونۍ په داسې حال کې په افغانستان کې لمانځل کېږي چې د یونسکو سازمان موندنې ښیي چې د افغانستان له دیرش میلیونه نفوس څخه یوولس میلیونه یې بې سواده دي.

د دغه ادارې د معلوماتو پر اساس جنګ، فقر او د سواد زده کړې مرکزونو ته د افغانانو نه لاس رسی د دې لامل شوی چې نوي سلنه مېرمنې په لرو پرتو سیمو کې له سواده بې برخې شي.

په افغانستان د یونسکو د روزنې د برخې مشر دنیلو فدیرا چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و داسې وویل:

افغانستان کې د یونسکو د روزنې د برخې مشر دنیلو فدیرا
افغانستان کې د یونسکو د روزنې د برخې مشر دنیلو فدیرا

"لږ تر لږه یوولس میلیونه افغانان چې عمرونه یې له ۱۵ کالو لوړ دي د بیسوادۍ له کبله زورېږي،د سواد زده کړې د ملي پروګرام له مخې هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته دي څلور دیرش سلنه چې اتلس سلنه یې مېرمنې د سواد له زده کړې بې برخې دي."

تېر کال په همدې مناسبت د پوهنې وزارت په جوړې شوې غونډه کې وویل شول چې لس میلیونه افغانان بې سواده دي، خو سږ کال د یو نسکو د موندونو له مخې د بې سوادو کسانو شمېر کې یو میلیون زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د بې سوادۍ کچه ۶۳ سلنه یاده وي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د بیسوادۍ د له منځه وړلو لپاره په تېر کې شوي کارونه کافي نه دي او لازمه ده چې د دې پدیدې د ختمولو لپاره د شعار څخه د عمل په لور ګام پورته شي.

عبدالله: لازمه ده د دې پدیدې ختمولو لپاره د شعار څخه د عمل په لور ګام پورته شي.
عبدالله: لازمه ده د دې پدیدې ختمولو لپاره د شعار څخه د عمل په لور ګام پورته شي.

هغه زیاته کړه:

"ډېر ټکان ورکونکي ارقام دي او په دومره کچه بې سوادي دا زموږ د ټولنې هغه وضعیت ښي چې ما مخکې وویل، موږ باید واقعیتونو ته پام وکړو او د خپلې ټولنې وضعیت ته په کتو خپل کار سرته ورسوو، هیله من یم چې د پایداره پروګرامونو په پلي کېدو چې افغانستان ورته ژمن دی، خپلو موخو ته ورسېږو."

یونسکو په داسې حال کې په افغانستان کې د بې سوادۍ له لوړې کچې یادونه کوي چې افغانستان هر کال په میلیونونو ډالره د روزنې او د سواد زده کړې په برخه کې له نړیوالې ټولنې څخه ترلاسه کوي.

له دې ټولو سره ـ سره د افغانستان د پوهنې وزیر اسدلله حنیف بلخي وايي چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره د پایداره پرورګرام په پام کې نیولو سره هڅه کوي چې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله د بې سوادۍ د لمنځه وړلو په برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي.

بلخي: موږ د سواد زده کړې د ورځې په مناسبت ځان ژمن بولو.
بلخي: موږ د سواد زده کړې د ورځې په مناسبت ځان ژمن بولو.

هغه زیاته کړه:

"موږ د سواد زده کړې د ورځې په مناسبت ځان ژمن بولو چې له نړیوالې ټولنې او یونسکو سره په ګډه له خپلو ټولو امکاناتو د بیسوادۍ، جهل او ناپوهۍ د لمنځه وړلو لپاره کار واخلو."

په پام کې ده چې د پوهنې وزارت د بروکسل په ناسته کې د زیاتو مرستو د جلب په هدف یوه طرحه وړاندې کړي، خو دا چې مسؤلین به په دغه وزارت کې د فساد موضوع چې وړاندې رسنیو ورته اشاره کړې څومره رسیدنه وکړي تر اوسه معلومه نه ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG