د افغانستان د مدني ټولنې ځیني فعالان، د ملي یووالي حکومت پر مشرانو تور لګوي چې په پټو معاملو سرهيې د اساسي قانون مواد تر پښو لاندې کړي او د لویې جرګې جوړېدو ته اراده نهلري.
د مدني ټولنې فعالان ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت مشران دې، د پټو معاملو او د خلکو د تېر ایستلو پر ځای، قانون پلی او د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه دې راوبولي.
دغو فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې انتقاد وکړ چې له قانونه سرغړونه په خپله د مشرانو لهخوا کېږي او اراده نهلري چې د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه راوبولي.
د دغو فعالانو له ډلې عصمت پښتون وویل، حکومت د اساسي قانون د تعدیل لویې جرګې د جوړولو پر ځای غواړي یو کمېسیون جوړ کړي چې دا کار د اساسي قانون او خلکو سپکاوی دی.
ښاغلي پښتون زیاته کړه:
"په اساسي قانون کې له لویې جرګې څخه پرته، هېڅوک واک نهلري چې بدلونون راولي، که هغه کوم کمېسیون وي، که دودیزه جرګه او که کوم بل جوړښت وي."
د مدني ټولنې دغو فعالانو د هېواد پر روانو ناوړه امنیتي حالاتو هم اندېښنه وښوده او د حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې د جنګ لیکو ته دې، د خپلو بچیانو او خواخوږو په لېږلو سره، خپل صداقت څرګند کړي.
په روانه اوونۍ کې جمهور رئیس او اجرائیه رئیس، د دوی تر منځ د ځینو اختلافونو د هوارولو په مقصد څلور ځلي سره کتلي چې په درېیم ځل لیدنه کې یې پر ځینو نورو اختلافي موضوعګانو د هوکړې تر څنګ د اساسي قانون تعدیل لپاره، د یوه ځانګړي کمېسیون په جوړولو هم هوکړه کړې ده.
د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس تر منځ د سیاسي تفاهملیک له مخې، تر دوو کلونو پورې باید د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه جوړه شي او که نظام بدلېږي نو د اجرائیه ریاست پُست به د صدراعظم پر پُست اوړي.
په ورته وخت کې جمهوري ریاست د ولسي جرګې انتخابات د اساسي قانون د تعدیل د لويې جرګې د جوړولو لپاره اړین ګڼي او ټینګار کوي چې د لویې جرګې د جوړولو لپاره تیاریانې نیول شوي دي.
د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي:
"حکومت تصمیم لري چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وکړي. له دې سره به د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې ترکیب بشپړ شي. له هغې وروسته د لویې جرګې لپاره تدابیر موجود دي."
په ورته وخت کې، ده ومنله چې د انتخاباتو د ترسره کېدو او د لویې جرګې د جوړېدو کارونه لږ څه ټکني شوي دي.
مدني فعالان وايي، که حکومت پر ټاکلي وخت د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه جوړه نهکړي، د خلکو له غبرګونو سره به مخ شي.
راپور: خان محمد سیند