په کابل د افغاني او ترکې صنایعو او محصولاتو نندارتون جوړ شو
په کابل ښار کې نن د افغاني او ترکې صنایعو او محصولاتو نندارتون جوړ شو. دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني له خوا جوړ، او هدف یې د افغاني صنایعو تشويق او بازارمندنه ده.د دغې خونې مرستیال یونس مهمند خبریالانو ته وویل چې، دغه ډول نندارتونو جوړول د صنایعو په تشویق کې ښه رول لري.