د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

نظري: یو شمېر ګوندونو د ښځو سیاسي مشارکت پام کې نه‌دی نیولی


د افغانستان د ښځو چارو وزیره په یو شمېر سیاسي سازمانونو او ګوندونو انتقاد کوي چې د ښځو پیاوړتیا او پرمختګ لپاره واضح پروګرامونه نه‎لري.

دلبر نظري دا خبرې د یکشنبې په ورځ د ښځو د سیاسي مشارکت په اړه یو جوړ شوي درې ورځني کنفرانس ته وکړې.

مېرمن نظري همدارنګه له سیاسي سازمانونو او ګوندونو وغوښتل چې ښځو ته عملي پروګرامونه په پام کې ونیسي.

اغلې نظري زیاته کړه:

"یو شمېر ګوندونه او سیاسي سازمانونه لا هم نه‎دي توانېدلي چې د ښځو پرمختګ لپاره واضح او روښانه پروګرامونه ولري، هیله‌من یو چې دغه ډول سازمانونه او سیاسي ګوندونه په خپلو کړن‎لارو کې ښځو ته پاملرنه وکړي."

مېرمن نظري همدارنګه وویل چې په‎ دې درې ورځني کنفرانس کې د ښځو سیاسي مشارکت په برخه کې بېلابېلې ستونزې څېړل کېږي او ورته به حل لارې ولټول شي.

امنیتي ستونزې، ناوړه دودونه، نیابتي رأیه او له خپلو سیاسي او مدني حقونو ناخبري د ښځو سیاسي مشارکت په وړاندې مهم خنډونه یادېږي.

د افغانستان ښځو چارو وزارت وایي، سره له‎ دې چې د تېرو کلونو په پرتله د ښځو وضعیت بدل شوی خو په وینا یې لا هم یو شمېر خنډونه شته چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

بل‎خوا د افغان ښځو شبکې مشره حسینه ساپۍ هم په سیاسي ګوندونو کې د ښځو سیاسي مشارکت اړین بولي، خو د مېرمن ساپۍ په وینا دا وڼده باید سمبولیکه نه‌وي.

د افغان ښځو د شبکې مشره حسینه ساپۍ هم په سیاسي ګوندونو کې د ښځو سیاسي مشارکت اړین بولي.
د افغان ښځو د شبکې مشره حسینه ساپۍ هم په سیاسي ګوندونو کې د ښځو سیاسي مشارکت اړین بولي.

اغلې ساپۍ وايي:

"زما په نظر کومه ونډه چې ښځو ته په سیاسي سازمانونو کې ورکول کېږي باید یوازې سمبولیکه بڼه ونه‎لري. د ښځو اساسي ګډون په سیاسي احزابو کې د رأیې ورکولو نه شروع کېږي."

د افغان مېرمنو شبکه همدارنګه وایي، په حکومت کې د ښځو سیاسي مشارکت لا هم کم‎رنګه دی او حکومت باید په‎ دې برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د ملي یووالي حکومت بیا وایي، د ښځو پرمختګ او سیاسي مشارکت ته ژمن دی او په دې برخه کې د پام وړ کارونه هم شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG