د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

هلمند کې د زنداني سرتېرو وژل کېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه


د هلمند ولایتي شورا تاییده وي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر زندان په هوايي حمله کې یوشمېر اسیر افغان سرتېري وژل شوي دي.

یاده شورا وايي، په دغه هوايي حمله کې پر اسیرو افغان سرتېرو سره بېره یو شمېر ملیکان هم وژل شوي دي.

د دغې شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل یاده حمله چې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې له لوري شوې وسله والو طالبانو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړه:

"ګډ تلفات اوښتي تر درېیو ملکي کسان په شهادت رسېدلي، وسله والو مخالفانو ته هم تلفات اوښتي دي، هغه افغان سرتېري چې د وسله والو طالبانو په زندان کې وو، هغوی هم له منځه تللي دي."

خو ښاغلي اخندزاده د اوښتو تلفاتو د کره شمېرې په اړه معلومات ورنه کړل.

بل خوا په هلمند کې یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل دغه حمله چې د نادعلي په ۳۱ غربي سیمه کې شوې، په کې د ۱۷ ملي اردو ۶ ملي پولیس ۲ طالبان چې یو په کي د کوکواغا په نوم د زندان مسئول و وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي په حمله کې د ملي اردو او ملي پولیسو هغه سرتېري وژل شوي چې څه موده مخکې د نادعلي په ناقل اباد او یو شمېر نورو سیمو کې وسله والو ته تسلیم شوي و.

په ورته وخت کې د هلمند والي حیات الله حیات حمله تاییده وي او وايي یاده حمله چې په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوې ډلې شوې پر مهال یې تر شلو پوري وسله وال طالبان په کې وژل شوي، خو دا چې ایا په دغه حمله کې اسیر افغان سرتېري وژل شوي په دې اړه بې خبري ښيي.

نادعلي ولسوالي په دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهده وه
نادعلي ولسوالي په دې وروستیو کې د سختو جګړو شاهده وه

نادعلي د هلمند یو له هغه ناامنه ولسوالیو څخه ده چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو خپلې حملې زیاتې کړې دي.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په هوايي حمله کې هغه ۲۲ افغان اسیر سرتېري وژل شوي چې ټاکل شوې وه، نن د ضمانت تر اخیستو وروسته خوشي شي.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د اسیرو سرتېرو وژل کېدل ردوي او وايي چې په یاده حمله کې ۲۴ وسله والو طالبان وژل شوي.

دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل:

وزیري: د نادعلي چاه انجیر سیمه کې دشمن یوه قرارګاه په بشپړه توګه لمنځه ولاړه.
وزیري: د نادعلي چاه انجیر سیمه کې دشمن یوه قرارګاه په بشپړه توګه لمنځه ولاړه.

"تېره ورځ د پنځو بجو په شاه خوا کې د هلمند ولایت د نادعلي په چاه انجیر سیمه کې د یوه هوايي برید په پایله کې د دشمن یوه قرارګاه په بشپړه توګه لمنځه ولاړه چې ۲۴ تنه د دښمن وژل شوي او څلور کسه یې ټپیان دي، هغه زندان نه بلکې د دښمن د اوسېدو ځای و."

ښاغلی وزیري وايي، په همدې سیمه کې په یوه جلا هوايي حمله کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه هم له منځه تللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي او ځمکني عملیات باید د دقیقو استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ترسره شي.

د دغه کمېسیون غړی نواب منګل وايي، له کره معلوماتو پرته عملیات له یو خوا تلفات زیاتوي او له بلې خوا د وسله والو مخالفانو پر وړاندې ګټورې نه تمامېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG