د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

نیویارک ټایمز: امریکا احساسوي چې افغان جګړو کې ښکېلېږي


نیویارک ټایمز:

امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼه په هلمند کې د یوه امریکایي سرتیري د وژل کېدو پېښې ته په پام سره د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالات په زیاتېدونکې ډول دا احساسوي چې بېرته د افغانستان په ورځنیو جګړو کې ښکېلېږي په تېره بیا د روان کال راهیسې چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د حملو په شا تمبولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د ورځپاڼې په وینا له څه باندو دوو کلونو وروسته چې بریتانوي ځواکونو په لښکرګاه کې خپله وروستۍ پوځي اډه هم وتړله.

د دې ښار په شاوخوا کې د امریکایي سرتېرو د حضور زیاتوالی د هغو هڅو څرګندونه کوي چې هدف یې د یوه لوی ښار د سقوط مخنیوی دی.

د نیویارک ټایمز په لیکنه سیمې ته د امریکایي سرتېرو تر رسېدو څلور اوونۍ مخکې جګ پوړي افغان جنرالان له کابله سیمې ته واستول شول چې د جګړې لومړۍ کرښه ټینګه کړي ځکه طالبانو ولسوالۍ یوه په بل پسې تر خپلو بریدونو لاندې راوستې او هم یې د لښکرګاه ښار محاصره کړی و.

ګارډین:

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼه په دې اړه په یوه مطلب کې لیکي، پر امریکایي سرتېرو حمله یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې چارواکو د لښکرګاه ښار د دفاع لپاره سیمې ته د سلو امریکایي سرتېرو د استولو خبره وکړه.

د ګارډین په وینا له دغه اقدامه داسې ښکاري چې د دې خطر شته لښکرګاه د طالبانو لاس ته ونه ولوېږي.

ورځپاڼې د یو شمېر افغان چارواکو هغه خبره هم را اخېستې چې ویلي یې دي، د هلمند شاوخوا اتیا فیصده خاوره د وسله‎والو مخالفینو په لاس کې ده.

نشنل انټرسټ:

نشنل انټرسټ خپرونې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د راپورته شویو اختلافاتو موضوع په یوه تحلیلي مطلب کې څېړلې او په یوه برخه کې یې لیکي:

د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ سیاسي کړکېچ په داسې وخت کې راپورته کېږي چې د افغانستان په یو شمېر سټراټیژیکو سیمو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي او افغان امنیتي ځواکونه د جګړې مهم ډګرونه له لاسه ورکوي.

د خپرونې په وینا دوی د هلمند په څېر په یو شمېر مهمو سټراټیژیکو سیمو کې په شا شوي دي.

XS
SM
MD
LG