د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

شهیم: کندز کې د وسله‎والو طالبانو پټن‎ځایونه له‎منځه وړو


د افغانستان ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم‌شاه شهیم له یو شمېر جګ پوړو پوځي جنرالانو سره نن پنجشنبه کندز ولایت ته سفر کړی وو.

نوموړي د پامیر شلمې فرقې په ودانۍ کې رسنیو ته وویل چې کندز ته‌یې په دې هدف سفر کړی دی، څو د دې ولایت امنیتي وضعیت وڅېړي او د طالبانو پر وړاندې د دولتي ځواکونو روانو عملیاتو ته پراختیا ورکړي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم‌شاه شهیم زیاته کړه چې مرکزي حکومت قاطع پلان لري څو د کندز ولایت په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه تصفیه کړي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم

ښاغلي شهیم وویل:

"د مرکزي حکومت او زموږ ټوله توجه کندز ولایت ته ده څو په دې ولایت کې د طالبانو ټول مرکزونه له‌منځه یوسو او د کندز خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ په دې ولایت کې طالبانو ټول پلانونه له‌منځه وړو."

د لوی درستیز د خبرو پر بنسټ چې د ملي اردو انجنیري ټیم د الچین پله د بیا رغونۍ په برخه کې خپلې څېړنې پای ته رسولي دي او په نېږدې څو ورځو کې به دغه پُل ورغول شي، څو دغه لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې داسې وویل:

"دغه ځواکونه چې اوس‌مهال کندز کې موجود دي د دوی شمېر نور هم زیاتوو، څو د دې ولایت مرکز شاوخوا سیمې همدارنګه د خان‌آباد، قلعۀ‌زال، دشت ارچي، امام صاحب او چهار درې ولسوالۍ او د لویو لارو شاوخوا سیمې د طالبانو له شتونه تصفیه کړو."

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون رئیس جنرال نعمت‌الله حیدري په خپلو خبرو کې وویل چې د کندز مرکز پورې اړوند د الچین پله په شاوخوا سیمو کې لا هم یو اندازه امنیتي ګواښونه موجود دي.

ښاغلي حیدري په دې اړه وویل:

"د الچین پله سیمه موږ تصفیه کړې ده، خو لا هم یوه اندازه ګواښونه موجود دي ځکه طالبانو په یو شمېر سیمو کې ماینونه خښ کړي دي، موږ پلان لرو لومړۍ سیمه له ماینونو څخه پاکه کړو چې خلک په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي."

په همدې حال کې د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل‌باغ وايي چې افغان ګډو ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې د کندز ښار شمال لوري ته تصفیوي عملیات پیل کړي وو چې په پایله کې یې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۹ کلي هم د طالبانو له شتونه تصفیه شوي دي.

د کندز د امنې قوماندان محمد قسیم جنګل باغ
د کندز د امنې قوماندان محمد قسیم جنګل باغ

دغه چارواکي د کندز خلکو ته ډاډ ورکوي چې خپلو ورځنيو فعالیتونو ته په ډاډه زړه ادامه ورکړي، ځکه افغان ځواکونه د طالبانو د هر ډول تحرکاتو په وړاندې پوره چمتووالي لري.

خو تر اوسه پورې وسله‎والو طالبانو د خپلو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG