د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

مراد: کندز کې طالبان له ماتې سره مخ شوي


د تېرې ورځې انځور
د تېرې ورځې انځور

د افغانستان دفاع وزارت مسؤلین وايي، افغان ګډو ځواکونو کندز ولایت کې وسله‌والو طالبانو ته ماتې ورکړې او د هغوی ګڼ پلانونه‌یې شنډ کړي دي.

یاد چارواکي وايي، افغان ځواکونه دغه ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې په قوي مورال سره جنګېږي.

د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد کندز کې رسنیو ته وویل چې دغه ولایت کې کافي اندازه ځواکونه موجود دي چې د دغه ولایت ټولې سیمې به له وسله‌والو مخالفینو نه تصفیه کړي.

هغه زیاته کړه:

"موږ د نویو پلانونو له مخې د عملیاتي او دفاعي قوتونو دندې مشخصې کړي، د کندز خلک دې نور تشویش نه‌کوي، ځکه موږ خپل عملیات ګام په ګام پرمخ وړو او د دې ولایت ولسوالۍ هم تصفیه کوو."

په ورته وخت کې د کندز د ملي امنیت سرپرست جنرال سید امیرشاه سادات، د کندز خلکو ته ډاډ ورکوي چې دغه ولایت به بیا سقوط ونه‌کړي.

ښاغلی سادات زیاتوي:

"خلک دې مطمئن اوسي د کندز د بیا نیولو ارمان به طالبان ګور ته یوسي، ځکه افغان ګډ امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې په مېړانې سره مقاومت کوي او جنګېږي."

بل‌خوا په کندز کې د پامير د شلمې فرقې لومړۍ لوا قوماندان برید جنرال ادم خان متین هم وايي، د تازه دمه ځواکونو رسېدو سره په دې ولایت کې د طالبانو ټول پلانونه، تحرکات او برېدونه ناکامه شوي دي.

هغه زیاته کړه:

"ډېر ښه پلانونه زموږ تر لاس لاندې دي، د هغه په تطبیق سره به دښمن ماتې وخوري اوس‌یې هم ماتې خوړلې ده او دښمن په شا تمبول شوی دی او موږ ته تازه دمه قوتونه هم رارسېدلي دي."

په همدې حال کې د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل‌باغ هم وايي، دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي.

ښاغلی جنګل‌باغ زیاتوي افغان ګډو ځواکونو وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده:

محمد قسیم جنګل باغ
محمد قسیم جنګل باغ

"دښمن په کندز کې ماتې خوړلې ده او په نا امنو سیمو کې زموږ ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ د کندز له هرې لوېشت خاورې څخه دفاع او ننګه کوو، څو خلکو ته د امن فضا برابره کړو."

دغه لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې د کندز ولایت خلکو ته د امنیت د ښه کېدو په برخه کې ډاډ ورکوي چې اوس‌مهال د دې ولایت د مرکز شاوخوا سیمو په شمول خان‌اباد، علي‌اباد، امام صاحب، دشت ارچي، چهار درې او قلعۀ‌زال ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ جګړې دوام لري او نېږدې یو میاشت کېږي چې د کندز قلعۀ‌زال ولسوالۍ د طالبانو کنټرول کې ده.

د یادونې وړ ده چې څه باندې یوه اوونۍ شوې چې د کندز–تخار او د کندز–شیرخان بندر لويې لارې هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

بل لور ته ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دغو امنیتي چارواکو ادعاوې ردوي.

کندز ښار تېر کال د څو ورځو لپاره وسله‌والو طالبانو نیولی و چې وروسته د افغان ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG