د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

امریکا جنوبي سوډان کې د نوي ځواک ځای پرځای کولو ملاتړ وکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په جنوبي سوډان کې د امنیت ساتنې د یوه نوي ځواک د ځای پرځای کولو ملاتړ وکړ او د ختیځي افریقا پرهېوادونو یې غږ وکړ چې دغه ځواک ته سرتېري ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په جنوبي سوډان کې د ساتندویه څلور زره کسیزځواک د ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ماموریت پیاوړی کړي.

جان کري چې د کینیا په پلازمینه نایروبي کې د سیمې د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ترکتنې وروسته څرګندونې کولې وویل، په دې کې شک نشته چې موږ باید د ساتندویه سیمه ییزځواک د ځای پرځای کولو چارې مخ ته یوسو، د هغه ځواک چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورته اجازه ورکړې ده.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپورله مخې د کینیا د بهرنیو چارو وزیرې امنه محمد د دغه اضافي ځواک د چټک ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه دا به ښه وي چې هرڅومره ژر چې کېدای شي دغه ځواکونه سیمې ته واستول شي.

تېره میاشت د جنوبي سوډان په پلازمینه جوبا کې پیل شویو نویو جګړو ته په پام سره کینیا دغه نوي ځواک ته د سرتېرو د ورکولو ژمنه وکړه.

دغه ځواک چې د اګست په دولسمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا منظور کړ، پرکینیا سربېره ایتوپیا او روندا هم ورته د سرتېرو د ورکولو ژمنې کړې دي.

دغه څلورزره کسیز ځواک به په سیمه کې له دیره د ملګروملتونو د سوله ساتي ماموریت له د ولس زره کسیز ځواک سره یوځای کېږي.

په سیمه کې د پیل شویو جګړو په ترڅ کې تراوسه په سلګونو کسان وژل شوي دي.

د کینیا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، په تدریجې توګه سیمې ته د نورو ځواکونو استول به له دې سره مرسته وکړي چې ماموریت یې د دغه نوي ایجاد شوي هیواد پلازمینې جوبا ته په چټکۍ سره وغځېږي.

هغې وویل، د سرتېرو هر هغه شمېر ته به هرکلی وویل شي چې له دغه ساتندویه ځواک سره یوځای کېږي او هغه ښایي د نورو مسلو لپاره هم ور پرانېزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د دغه نوي ځواک یوازنۍ مهمه دنده به په جوبا کې د امن ټینګښت وي چې ورسره به د سولې د هغه تړون عملي کېدو ته لاره پرانیستل کېږي چې یو کال مخکې لاسلیک شوی و.

جان کري په دې خبرې ټینګار وکړ چې دا به یو مداخله کونکی ځواک نه بلکې ساتندویه ځواک وي او ماموریت به یې هم واضح وي.

دغه ځواک به دنده لري چې سیمو ته د لاس رسي او د ازاد تګ راتګ مسئله یقیني کړي او خلک له هر ډول حملو چې په هره بڼه وي خوندي کړي.

جان کري دغه راز له جنوبي سوډان سره د امریکا د ۱۳۸ میلیون ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ.

ویل کېږي په سیمه کې بشري وضعیت د وروستیو شخړو له امله نورهم خراب شوی دی.

جنوبې سوډان د ۲۰۱۱ کال د هغې ټولپوښتنې په نتیجه کې له سوډانه د خپلواکۍ اعلان وکړ چې د سوډان د پلازمینې خارتوم د مرکزي حکومت او د سودان د خلکو د ازاد پوځ د غورځنګ ترمنځ د ۲۰۰۵ کال په تړون کې پرې موافقه شوې وه.

XS
SM
MD
LG