د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي چې شپږ کسانيې د غلاوو په تور لاس په لاس نیولي دي.
د یکشنبې ورځې ناوخته د خوست امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونمل شیرداود ارین رسنیو ته وویل، چې څلور کسانيې د سرو زرو د غلا او دوه نور يې په موټر پلورنځیو کې د موټرو د اسنادو د غلاوو په تور په ښار کې نیولي دي.
د جنايي جرمونو په وړاندې د ادارې مشر شیرداود ارین زیاته کړه چې د نیول شویو مظنونینو سرهيې درې میله توفنګچې او غلا شوي توکي هم نیولي دي.
ده وویل، موضوع د پولیسو تر تعقیب لاندې ده او ډېر ژر به په قضیه کې نور ښکېل کسان هم ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ډېر ژر بهیې دوسیې د نورو څېړنو په هدف عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د هر ډول جنايي او امنیتي پېښو د لیدو په صورت کې پوځي ادارو ته مالومات ورکړي، تر څو د پېښو له واقع کېدو وړاندې يې مخنیوی وشي.
راپور: نجیبالله الوخېل