د امریکا نړیواله پراختیایي اداره "USAID" د کجکي پر بند د درېیم توربین نصبولو لپاره مرسته کوي.
"یو، اس، اې، آی، ډي" وایي چې تر راتلونکو نېږدې دوو میاشتو به د کجکي بند درېیم توربین په فعالیت پیل وکړي.
په کابل کې د دغې ادارې د بنسټيزو چارو مسؤل جرمي کریو خبریالانو ته د سې شنبې په ورځ وویل چې د دغه توربین په فعالېدو سره به د کندهار او هلمند د خلکو لپاره زیاته برېښنا برابره شي.
ښاغلي کریو زیاته کړه:
"د کجکي بند د درېیم توربین نصبول د کندهار او هلمند لپاره د ارزانه او د تجدید وړ برېښنا د برابرولو د هڅو یوه برخه ده. موږ همداراز د افغانستان برېښنا شرکت سره مرسته کوو چې فرعي لینونه تکمیل او پخواني توربینونه هم ورغوي."
نوموړی وایي چې دغه پروژه نېږدې دوه میاشتې وخت نیسي او د امنیتي خنډونو د لیرې کولو په تړاو به د افغان حکومت له مشورې سره سم پر مخ ولاړ شي.
د "یو، اس، اې، آی، ډي" د معلوماتو له مخې دغه پروژه ۷۵ میلیونه امریکایي ډالر لګښت لري چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې د جوړېدو تړون د افغانستان برېښنا شرکت سره شوی و.
دغه توربین په ۲۰۰۸ میلادي کال کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې هلمند ته انتقال شو.
د کجکي بند مخکېني دوه توربینونه هم په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د امریکا دولت لهخوا جوړ شوی وو چې د درېیم توربین په نصبېدو سره به په دغه بند کې د برېښنا د تولید کچه له ۳۳ مېګاواټه څخه ۵۱،۵ مېګاواټه ته ورسېږي.
افغان حکومت شاوخوا دوه میاشتې مخکې د کجکي بند د پراختیا تړون له یوه ترکي-امریکایي شرکت سره لاسلیک کړ چې ورسره به تر راتلونکو درېیو کلونو د دغه بند د برېښنا تولید تر سل مېګاواټه ورسېږي.
د دې تر څنګ د سلما یا افغان-هند دوستۍ بند پرانیستل، د فراه د بخشاباد بند تړون، د میدان وردګو د چک برېښنا کوټ د رغولو تړون، د کورنۍ برېښنا تولید لپاره له وروستیو مهمو اقداماتو څخه دي.
په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس قدرتالله دلاوري وایي، د کجکي بند درېیم توربین دا وړتیا لري چې زرګونه کورنیو ته په هلمند او کندهار کې برېښنا ورسوي.
ښاغلي دلاوري زیاته کړه:
"کله چې درېیم توربین هم فعاله شي نو کومه تخمیني محاسبه چې موږ یې لرو، له اتلس نیم مېګاواټه برېښنا سره موږ ۱۸ تر ۱۹ زره کورنیو ته برېښنا رسولای شو."
خو ښاغلی دلاوري د هلمند ناامنۍ او په ځینو مواردو کې د مخالفینو لاس ته د برېښنا د عوایدو رسېدل د کجکۍ برېښنا په برخه کې له اساسي ستونزو څخه یادوي.
برېښنا شرکت وایي، دا مهال د افغانستان ۳۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري چې اتیا فیصده دغه برېښنا وارداتي ده.
د چارو کارپوه مطیعالله خروټي وایي، د برېښنا د تولید پر کورنیو سرچینو پانګونه به افغانستان په خپلو پښو ودروي او دا به د خلکو د ژوند د ښهوالي لپاره یو ګټور اقدام وي.
راپور: محمد قسیم سولهمل