د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

رادمنش: د طالبانو او داعش د ځپلو په هدف ۲۱ پوځي عملیات روان دي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هلمند، ننګرهار، کندز، بغلان، پکتیکا او ځيني نورو ولایتونو کې له وسله‌والو مخالفینو سره جګړې روانې دي.

دغه وزارت وايي چې د طالب او داعش جنګیالیو د ځپلو لپاره‌یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۱ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په خبرو کې پر دې خبرې له ټینګار سره افغان ځواکونه په دغو عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې هم لري وویل دغه عملیات په ننګرهار کې د داعش او په هلمند، بغلان، کندز ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې روان دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

ښاغلی رادمنش وايي:

"د ننګرهار په کوټ، د هلمند په ګرمسېر، د بغلان په دهنې غوري، د کندز امام صاحب او قلعۀزال کې تر ټولو ډېرې حملې دي، خو موږ یې په وړاندې لاسته راوړنې هم لرو او د افغانانو لسګونه دښمنان وژل شوي دي."

ښاغلی رادمنش وايي چې په دغو جګړو کې ازبکستاني، تاجکستاني، پاکستاني، عربي او اویغوري لسګونه بهرني جنګیالي وژل شوي چې مړي یې سره صلیب ته سپارل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د دې څرګندونو تر څنګ یو شمېر بهرنیو رسنیو لیکلي چې دا مهال د افغانستان په شاوخوا ۵۴ ولسوالیو کې وسله‌والې نښتې روانې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د دښمن د تحرکاتو یادونه کړې خو وايي چې دا په دې معنی نه‌ده چې افغانستان دې د دښمن له ګواښ سره مخ وي.

امنیت شورا ننګرهار، پکتیکا، کندز، هلمند، کندهار او ارزګان هغه ولایتونه یاد کړي چې ډېر وخت د افغان ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو د جګړو شاهد وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ځیني غړي وايي چې افغان حکومت باید د روان حالت کابو کولو لپاره استخباراتي او کشفي برخه پیاوړې کړي.

د دې کمېسیون یو غړی صالح محمد صالح وايي:

"اوسنی جنګ چریکي او استخباراتي جنګ دی نو هغسې چې لازمه ده زموږ ارګانونه باید کشفي او استخباراتي ارګانونو ته پاملرنه ډېره کړي تر څو مخکې له حملې د هغې مخنیوی وکړای شي، خو که حالت همداسې پاتې شي د افغانستان اوسنی نظام به له لوی مشکل سره مخ شي."

د پوځي چارو کارپوه حی ګل سلیمان‌خېل هم د دې تر څنګ چې د کشفي او استخباراتي برخې په پیاړتیا ټینګار کوي وايي چې افغان حکومت باید د روان وضعیت څخه د وتلو لپاره سیمه‌ییزې هڅې هم پیل کړي.

هغه ازادي راډيو ته وویل افغان حکومت باید د تصفیه شویو سیمو ساتنې ته پاملرنه ډېره کړي تر څو په یوه ځای کې له څو ځله بوختیا یې ځان ساتلی وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG