د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

افغان ولسمشر د ځوانانو روزنیز پارلمان پرانیست


د افغانستان د ځوانانو روزنیز منتخب پارلمان نن د ولسمشر له‌خوا پرانیستل شو او په خپل کار یې پیل وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه پارلمان په پرانیستونکې وینا کې له ځوانانو وغوښتل چې د تعصب پر وړاندې مبارزه وکړي.

ښاغلی غني وايي چې افغانان له حده زیاتې ستونزې لري او یوازې ځوانان کولای شي چې یادې ستونزې د ملي یووالي په ساتلو سره له منځه یوسي.

محمد اشرف غني دا څرګندونې د یکشبنې په ورځ د ځوانانو روزنیز پارلمان د پرانیستلو پر مهال وکړې او وېي‌ویل، افغانان هغه وخت کارنامې ترلاسه کولای شي چې په ملي یووالي سره راټول شي.

غني: ځوان نسل باید په ملي یووالي ټینګ کړئ.
غني: ځوان نسل باید په ملي یووالي ټینګ کړئ.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"هغه وخت مو تل کارنامې کړي چې ټول افغانان سره متحد او یو وو، همدارنګه د وصل نسلونه مو درلودل، خو کله چې بې‌اتفاقه شوي یو نو له منځه تللي یو، اوسنی ځوان نسل باید ملي یووالي ټینګ کړي اول د خدای (ج) وحدت او بیا د ملي یووالي وحدت ته کار وکړي."

د ځوانانو روزنیز پارلمان چې د شنبې په ورځ د ولسمشر له لوري افتتاح او په کار یې پيل وکړ، پنځه ورځې به دوام وکړي او د قانوني پارلمان په څېر به په تمثیل ډول خپل کارونه پر مخ وړي، خو اجرائیوي صلاحیت به نه‌لري.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار وايي، د نړیوالو مؤسسو او د ځوانانو چارو معینیت په همکارۍ، له هر ولایت څخه درې تنه چې یوه نجلۍ ده له انتخاباتو وروسته د ځوانانو روزنیز پارلمان ته لاره پيدا کړې ده.

مسلمیار: د ځوانانو پارلمان دې د تعصب پر وړاندې مبارزه وکړي
مسلمیار: د ځوانانو پارلمان دې د تعصب پر وړاندې مبارزه وکړي

ښاغلي مسلمیار د ځوانانو روزنیز پارلمان ته په وینا کې له ځوانانو وغوښتل چې ملي یووالي ته کار وکړي.

ده وویل:

"له دغو او دې ته ورته ځوانانو څخه زما هیله دا ده چې تاسې د تعصب قومي نفاق او بدبختیو پر وړاندې مبارزه وکړئ، له دغه پارلمانه د یووالي شعار پورته کړئ، هغه کسانو ته اجاره مه ورکوئ چې موږ په ډلو، ټپلو، قومونو او قبایلو وېشي تاسې د دوی مخه ونیسئ."

که څه هم په تېرو پنځلسو کلونو کې دوه ځلې د ځوانانو روزنیز پارلمان جوړ شوی خو تر ډېره په کابل کې مېشت یو شمېر فعالو ځوانانو په‌کې ګډون کړی و.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې دا ځل په ولایتونو کې د ځوانانو تر منځ د انتخاباتو له لارې دغو ځوانانو روزنیز پارلمان ته لاره موندلې.

په ورته وخت کې یو شمېر ځوانان بیا انتقاد کوي چې د ځوانانو پارلمان د غړو په ټاکلو کې شفافیت نه‌و موجود.

یو شمېر ځوانان بیا انتقاد کوي چې د ځوانانو د پارلمان د غړو په ټاکلو کې شفافیت نه و موجود
یو شمېر ځوانان بیا انتقاد کوي چې د ځوانانو د پارلمان د غړو په ټاکلو کې شفافیت نه و موجود

د دغو ځوانانو له جملې ډاکټر شفیق‌الله سحر ازادي راډیو ته وویل، په انتخاباتو کې یې د ځوانانو پارلمان ته لاره پیدا کړې وه، خو زیاتوي چې اوس‌یې پر ځای بل کس ټاکل شوی.

ښاغلی سحر وايي:

"ډاکټر شفیق‌الله سحر یم د ځوانانو پارلمان ته کاندید وم انتخابات مې وګټل، پرون مو لومړۍ ورځ وه دا وګورئ د پارلمان نښان هم راسره دی، د پارلمان چې کوم اصول او مقررات دي هغه مې هم ترلاسه کړي، نن له مانه د پارلمان کارت بېرته واخیستل شو، هغه څوک مې پر ځای پارلمان ته ولاړ چې بېخي په پروسه کې نه‌و شامل."

بل‌خوا د ځوانانو چارو مرستیال ډاکټر کمال سادات دا ډول څرګندونې ردوي او وايي چې انتخابات په بشپړه توګه شفاف ترسره شوي دي.

ښاغلي سادات ازادي راډيو ته وویل هغه کسان دا ډول ادعاوې کوي چې په انتخاباتو کې یې رأیې نه‌دي ترلاسه کړي.

له افغانستان سربېره په پرمختللې نړۍ کې هم د ځوانانو روزنیز پارلمانونه جوړېږي او ځوانانو ته ښيي چې څه ډول ځوانان د پارلمان په چارو پوه او ډیموکراسي تمثیل کړي.

د ځوانانو روزنیز پارلمان یو شمېر غړي د حکومت له دې اقدام د هرکلي ترڅنګ وايي، هوډ لري چې له دې زده کړې وروسته د ولسي جرګې په راتلونکي انتخاباتو کې ځانونه کاندید کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG