د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د ځوانانو له پارلمان څخه وغوښتل چې د تعصب او هغوی پر وړاندې چې قومي مسایلو ته لمن وهي مبارزه وکړي.

فضل‌الهادي مسلمیار چې نن په کابل کې د ځوانانو د روزنیز پارلمان په غونډه کې خبرې کولې دې موضوع ته اشاره وکړه.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"له دې ځوانانو او ورته نورو څخه چې روزل کېږي هیله مې دا ده چې د تعصب، قومي نفاق او بدبختیو په وړاندې مبارزه وکړئ."

د مشرانو جرګې رئیس په افغانستان کې د ځوانانو پارلمان جوړېدل ډېر مهم وګڼل ويې ویل چې دا شان پارلمانونه د نړۍ په ګڼو پرمختللو هېوادونو کې موجود دي.

XS
SM
MD
LG