په افغان ځوانانو کې ډېری داسې ځوانان شته چې نورو یو مثال جوړېږي.
عبدالرشید عزیزي هم همداسې یو ځوان دی چې لسګونو ځوانانو ته یې د لوړو زده کړو او کار کولو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
مالي مرستي، هرکال دوه محصلان د لوړو زده کړو لپاره هندوستان ته لېږل، د بې وزلو ځوانانو لپاره د زده کړو اسانتیاوي، د خصوصي پوهنتون جوړول، وزګارو ته د کار د زمینې برابرول هغه څه دي چې عبدالرشید عزیزي د افغان ځوانانو لپاره تر سره کړي دي.
عزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل هغه ځوانان چې له لیرو ولایتونو څخه مرکز کابل ته راغلي د لوړو زده کړو په برخه کې يې ګڼې اسانتیاوي ورته برابري کړي:
"د تعلیم په برخه کې مې دلته یو پوهنتون جوړ کړی او د ولایاتو په کچه ډېرو ځوانانو ته مې بورسونه ورکړي دي او په دغه ځوانانو کې داسې کسان شته ما ورته د اوسېدو ځایونه او خوراکي تو کي هم برابر کړي، د مختلفو ولایتو څخه په لسګونه ځوانان زما سره شته چې هر کال زه په خپل شخصي لګښت باندې پر هغوی درس وایم."
عبدالرشید عزیزي وايي چې ځوانانو ته د کاري زمینو د برابرو لو لپاره یې په کابل او هلمند ولایت کې یې یو شمېر فابریکې هم جوړي کړي چې په دغو فابریکو کې لسګونه ځوانان په کار بوخت دي:
"د درس تر څنګ ما ځينې تولیدي فابريکې جوړې کړي چې ډیری ځوانان په دغو فابریکو کې په کار باندې بوخت دي، د بېلګې په توګه ما په پغمان کې یوه فابریکه جوړه کړې چې اشغال او پلاتستیکونه پروسس کوي او مثنوي پمبه ترې جوړېږي."
نوموړی وايي چې په یادو فابریکو کې اوس مهال تر ۵۰۰ پوري ځوانان په دندو بوخت دي او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هواروي.
دا په داسي حال کې ده چې ګڼ شمېر ځوانان په افغانستان کې د روزګار د نه شتون له ستونزې سره مخ دي اوهره ورځ په لسګونه ځوانان د همدې ستونزې له امله له خطره په ډکو قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته ځي.
د ۸۰۰ په شاوخوا کې ځوانان په هغه پوهنتون کې په لوړو زده کړو بوخت دي چې ښاغلي عزیزي جوړ کړی او اکثرو دغو ځوانانو ته د نوموړي له خوا تخفیف هم ورکول شوی.
محمدي او اقبال دوه هغه ځوانان چې د ښاغلي عزیزي په مالي مرسته خپل زده کړي پر مخ بیايي، دوی ازادي راډیو ته وویل که توان پیدا کړي نو د عزیزي لار به خپله کړي:
"که موږ ته هم داسې زمینه مساعده شي موږ به هم خپلو خلکو او ځوانانو ته په راتلونکې کې د خدمت جوګه وګرځو، هغه کسان چې د خپل کورنیو سره د همکارۍ په خاطر کار کوي بهتره به دا هغه ځوانان خپل درسونه ووایي او کار کېدای شي د لږ وخت لپاره وي او که زده کړې وکړي د ټولو ژوند او هغه کورنې لپاره به هم کټور تمام شي."
ښاغلی عزیزي وايي چې د ځوانانو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره یوازې یوه لاره موجوده ده چې هغه تعلیم دی او افغان ځوانان باید دې ټکي ته جدي پام وکړي:
"د افغانستان د ځوانانو د بدبختیو د حل لاره دا ده چې ځوانان ښوونځیو او پوهنتونو ته ولاړ شي او که تعلیم ونه کړي ددغو بدبختیو څخه نه خلاصيږي او کله چې دوی تعلیم وکړي الله به دوی د دغو بدبختیو څخه خلاص کړي."
شاعر وايي:
ډېر توپیر دی په انسان کې د مانا په لحاظ
ټول اخته دي ځني ځان ځني جهان جوړوي
نو عبدالرشید عزیزي هم همداسې یو انسان دی چې غواړي د انساني او بشري کارونو په ترسره کولو سره یې نورو ته هم ګټه ورسېږي.
نرم زړه، بشر دوستي،همکاري او له خپلو شخصي مالي سرچینو څخه په استفادې نورو ته د ښه ژوند برابرول دا د ده عمده ځانګړنې دي.
راپور: سباوون کاکړ