د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

بنګله دېش کې شوکت حسين په اعدام محکوم شو


د بنګله دیش په پارلمان کې د جماعت اسلامي ګوند پخوانی غړی شوکت حسین نن د جنګي جنایتکارانو په ځانګړي محکمه کې محاکمه او په اعدام محکوم شو.

شوکت حسین د دې هېواد د خپلواکۍ په جګړه کې د قتل او نورو جنایتونو د ترسره کولو له امله، په اعدام محکوم شوی دی.

له شوکت حسین سره لږ تر لږه نور اووه تنه هم محاکمه شوي خو هغوی په دایمي قید محکوم شوي دي.

دا له عمر قید سزا سره چې په بنګله دیش کې ۳۰ کاله وخت نیسي، فرق لري.

شوکت حسین او ورسره محاکمه شوي کسان د بنګله دیش د جماعت اسلامي ګوند غړي وو.

محکمې ته یوازې شوکت حسین او یو بل مجرم حاضر شوي وو او پر شپږو تنو غیابي حکم شوی دی.

له شوکت حسین سره محاکمه شوي کسان باید د عمر تر پایه په زندان کې پاتې شي.

محکمې نن حکم وکړ چې شوکت حسین د بنګله دیش د ازادۍ جګړې پر مهال، د یوې وسله والې ډلې قوماندان و او هغه مهال یې له پاکستاني عسکرو سره مرسته کړې وه.

شوکت حسین وروسته له جماعت اسلامي ګونده جلا شو او د پخوانۍ صدراعظمې خالده ضیا په مشرۍ، د بنګله دیش له ملت پالي ګوند سره یوځای شو.

هغه په وروستیو کلونو کې د یوه پخواني پوځي دیکتاتور "اچ،ام،ارشاد" له ګوند سره ملګری شوی و.

د شوکت حسین وکیل ویلي چې د محکمې د حکم پر وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړي.

د بنګله دیش حکومت وايي، د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د شوکت حسین په څېر یو شمېر بنګله دیشیانو د پاکستاني عسکرو سره مرسته کړې وه او هغوی ته یې زمینه برابره کړې وه چې درې میلیونه انسانان قتل کړي او پر دوه لکه ښځو جنسي تیری وکړي.

په دې جګړه کې تر ۱۰ میلیونه زیات بنګله دیشیان بې کوره شوي وو.

د بنګله دیش صدراعظمې "شیخه حسینه" شپږ کاله وړاندې د هغو کسانو د محاکمې لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړه چې د خپلواکۍ په جګړه کې په جنګي جنایتونو تورن شوي وو.

له هغه راهیسې، د جنګي جنایتکارانو لپاره په دې ځانګړې محکمه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه محاکمه شوي او د جماعت اسلامي ګوند لږ تر لږه پینځه لوي رهبران د دې محکمې په حکم اعدام شوي دي.

جماعت اسلامي په بنګله دیش کې تر ټولو ستر سیاسي ګوند دی چې په زغرده یې په ۱۹۷۱میلادي کال کې له پاکستانه د دې هېواد د جلاکېدو مخالفت کړی و او هغه مهال يې له پاکستاني پوځیانو سره د همکارۍ لپاره ملیشه ډلې جوړې کړې وې.

د جماعت اسلامي ګوند غړي وايي، په بنګله دیش کې د جنګي جنایتکارانو لپاره دا ځانګړې محکمه، سیاسي غرض لري خو د بنګله دیش حکومت یې ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG