د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

غورځنګ: ایران تروریزم سره مبارزه کې د افغانستان ملاتړ وکړ


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د ایران حکومت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ وايي چې ایران د کوکنارو د کښت او د نشه يي توکو د قاچاق او تولید پر وړاندې د مبارزې په برخو کې هم ژمنې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شوار په داسې حال د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې د ایران د هر اړخیز ملاتړ خبرې کوي چې څه موده وړاندې دغه هېواد له طالبانو څخه په ملاتړ تورن شوی وو.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ایران ته د حنیف اتمر د سفر نتیجې به په لنډ مهال، منځمهال او اوږده مهاله کې معلومې شې.

غورځنګ: د حنیف اتمر د سفر نتیجې به په لنډ مهال، منځمهال او اوږده مهاله کې معلومې شې.
غورځنګ: د حنیف اتمر د سفر نتیجې به په لنډ مهال، منځمهال او اوږده مهاله کې معلومې شې.

هغه زیاته کړه:

"ځینې لاسته راوړنې به په منځمهاله او ځینې به یې په اوږد مهال کې معلومې شي، مهمه مسله داده چې افغانستان له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د ایران هر اړخیز ملاتړ ترلاسه کړی دی."

د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د شنبې په ورځ د ایران د ملي امنیت د رییس علي شمخاني په رسمي بلنه ایران ته په دوه ورځني سفر تللی وو.

حنیف اتمر د شنبې په ورځ د علي شمخاني په بلنه دغه هېواد ته ولاړ
حنیف اتمر د شنبې په ورځ د علي شمخاني په بلنه دغه هېواد ته ولاړ

محمد حنیف اتمر له ایران وړاندې، چین، روسیې، هند، ازربیجان او ځینو نورو سیمه ییزو هېوادونو ته سفرونه کړي او هڅه یې کړې چې دغه هېوادونه د تروریزم پر وړاندې ګډې مبارزې ته وهڅوي.

خو له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ په اړه رپوټونه او دغه هېواد ته د ملا اختر محمد منصور سفر هغه موارد دي چې د نړیوالو چارو د یو شمېر کارپوهانو په خبره له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې د ایران د ژمنې په اړه شکونه پیدا کړي.

څه موده وړاندې په بامیانو کې د وسله والو مخالفینو له یوه پټن ځای څخه د ایران وسلې هم پيدا شوې وې.

د چارو کارپوهان له افغانستان سره د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ له زیاتوالي هرکلی کوي خو وايي ایران د خپلو ګټو لپاره په دې برخه کې همکاري کوي.

د کابل پوهنتون استاده حمیرا حقمل وايي:

"موږ پخوا هم ایران په خپل ګاونډ کې درلوده خو داسې ژمنې مو ترې نه وې لیدلې، له افغانستان څخه د داعش د حضور پراخېدو ایران دې ته مجبوره کړی چې په دې برخه کې همکاري وکړي خو دا چې ایران څه ګټې لري لا تراوسه معلومه نه ده."

که څه هم له افغانستان سره د ایران د مرستو په اړه لا زیات جزییات نشته خو مېرمن حقمل وايي حکومت باید له دغو مرستو سمه استفاده وکړي او د تروریزم ریښې له افغانستان څخه ورکې کړي.

مېرمن حقمل د ایران سربیره د تروریزم پر وړاندې په مبارزه کې د سیمه ییزو هېوادونو همکاري ګټوره بولي ځکه چې په خبره یې تروریزم سیمه ییزې او نړیوالې ریښې لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG