د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

ملګرو ملتونو ایران کې د اعدامونو پر لړۍ سخت انتقاد کړی


د ملګر وملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ په ایران کې د اعدامونو پر لړۍ سخت انتقاد کړی او هغه یې یوه ستره بیعدالتي بللې ده.

د ملګر وملتونو د بشري حقونو کمېشنر پرون د ایران پر حکومت د تېرې اوونۍ د اعدامونو د لړۍ له کبله سخت انتقاد وکړ.

زید رعد الحسین په یوه بیان کې ویلي دي چې له قضايي مراحلو د تورنو کسانو محرومول او دا حقیقت چې اعدام شوي کسان که ټول نه وو، نو ډېرو یې له سني مذهبي اقلیت سره تړاو درلود، دا اعدامونه له یوې سترې بیعدالتۍ سره انډول کوي.

د ایران حکومت د تېرې سې شنبې په ورځ پر هغو شلو کسانو چې د بېلابېلو جرمونو له کبله په اعدام محکوم شوي او اکثر کردان وو د محکمې حکم تطبیق کړ.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ ویاندې روینا شمدساني Ravina Shamdasani پرون په ژنیو کې رویټرز خبري آژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر له ایراني چارواکو د دې اعدامونو د لړۍ بندول غواړي.

مېرمن شمدساني د شهرام احمدي په نوم اعدام شوی کس د بیعدالتۍ د مثال په توګه یاد کړ:

د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ ویانده روینا شمدساني
د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ ویانده روینا شمدساني

"ملګري ملتونه د اعدام له سزا سره په هر حالت کې مخالفت لري، خو په دې ځانګړې مسئله کې موږ د اندېښنې لپاره خاص دلیل لرو، تر هرڅه مخکې دا د کرد د سني اقلیت له ټولنې څخه ډله ییز اعدام و او دوهم دا چې د دوی د عادلانه محاکمې په برخه کې اندېښنې زیاتې دي، په یوه قضیه کې له تورن څخه ظاهراً په زور اعتراف اخیستل شوی دی، هغه وهل شوی، له رواني پلوه شکنجه شوی او د یوه سپین کاغذ لاسلیک ته اړایستل شوی او پر دې کاغذ د هغه اعترافونه وروسته ثبت شوي دي."

مېرمن شمدساني د نولس کلن حسن افشار یادونه هم وکړه چې تېره میاشت د جنسي تجاوز په تور اعدام شو، د نوموړې په وینا افشار هغه مهال چې نیول کېده اولس کلن و.

د ایران حکومت تېره اوونۍ شل تنه اسلامپال کردان چې پر امنیتي ځواکونو په حملو تورن شوي وو، اعدام کړل.

د ایران حکومت تېره اوونۍ شل تنه اسلامپال کردان چې پر امنیتي ځواکونو په حملو تورن شوي وو، اعدام کړل.
د ایران حکومت تېره اوونۍ شل تنه اسلامپال کردان چې پر امنیتي ځواکونو په حملو تورن شوي وو، اعدام کړل.

د ایرنا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې پر دې کسانو تور لګول شوی و چې دوه سني دیني عالمان او څوتنه پولیس او امنیتي ساتونکي یې وژلي، یو شمېر کسان یې برمته کړي او د ایران په ختیځ کې یې وسله والې شوکې او چاودنې کولې.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي، ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو زیات اعدامونه په کې کېږي.

د بشري حقونو د څار ټولنې په روانه اوونۍ کې وویل چې په ایران کې سږکال لږترلږه ۲۳۰ کسان اعدام شوي دي.

XS
SM
MD
LG