د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

په ایران کې ۱۲ کلن مهران چا اعدام کړ؟


د عفوې نړیوال سازمان (امنیستې انټرنشنل) وایي، په روان کال کې په ایران کې زیات شمېر کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي. په دوی کې د هغه ۱۲ کلن هلک داستان نه دی ذکر شوی چې؛ د دغو اعدامونو د کتنې له امله یې په لوبو کې ځان په دار وځړاوه.

کله چې ۱۲ کلن مهران رسۍ په خپلې نازکې غاړې کې واچوله او اته کلن ورور یې له پښو څخه لاسي کراچۍ لرې کړه، په ذهن کې یې په ایران کې اعدامونه راګرځیدلي وو او غوښتل یې هاغه غمجن حالت تمثیل کړي.

په حقیقت کې ځوان مهران لوبې کولې او د ایران په لویدیځ ولایت کرمانشاه کې د عام محضر اعدامونو یې په ذهن اغیز کړی و.

ایرانې ژورنالیست مختار خاندانې چې مکریان خبري موسسې ته کار کوي؛ د دغې پیښې په جزییاتو ښه خبر دی. خاندانې د اګست په ۳۱ مه د ځوان مهران له مړینې وروسته سمدستې ځان "کیلاش لولیم" کلي ته ورساوه او د نوموړي له کورنۍ سره یې د پیښې په اړه خبرې وکړي. دی وایي:

"ما د مهران د کورنۍ له غړیو سره خبرې وکړې؛ د هغه له پلار، مور او کاکاګانو سره. دوی راته وویل چې، د مهران کوچني ورور په دې کار کې مرسته کړې او ۱۲ کلن مهران ځان په دار وځړاوه. د مهران ورور فکرکاوه چې هغه ټوکې کوي. څو شیبې وروسته د مهران ورور وډار شو او لویان یې خبر کړل. له بده مرغه چې کله خلک ورسیدل، ویې کتل چې مهران مړ دی."

د کوچنیانو لوبه څو شیبې وه، په دې معنې چې مهران د برښنا پر یوې ستنې پورې رسۍ وتړله، ځان یې ځوړند کړ او ورور یې له پښو څخه لاسي کراچۍ را کش کړه. مهران په هوا کې ځوړند شو او دا په ایران کې د اعدامونو هسې تمثیل نه، بلکې په ریښتیا هم یو اعدام شو.

د عفوې نړیوال سازمان (امنیستې انټرنشل) په یوه راپور کې ویلي؛ ایران په ۲۰۱۲م کال کې ۵۶۰ کسان اعدام کړي دي. حکومت په ۳۳۰ اعدامونو اعتراف کړی او فعالانو د نورو ۱۹۵ کسانو د اعدامیدو راپور ورکړی چې؛ حکومت ورباندې سترګې پټې کړي دي.

دغه راز د افغانستان پولې ته نږدي د مشهد ښار په وکیل آباد زندان کې نور ۳۵ تنه هم په پټه اعدام شوي دي. زیات شمېر اعدامونه له نشه یي موادو سره د اړوندو جرمونو له امله وو.

په ایران کې اکثر وختونه خلک په زندانونو کې اعدامیږي، خو تیرکال ۶۳ کسان او یو شمېر نور سږ کال، په عام محضر کې اعدام شوي دي.

د ایران حکومت داسې استدلال کوي چې؛ د قتلونو، نشه یي موادو د قاچاق او جنسي تیري د جرمونو لپاره په عام محضر کې خلک اعداموي؛ ترڅو نور یې له کولو څخه ووېریږي او عبرت واخلي، خو دا یوازې په لویانو نه، بلکه په کوچنیانو هم ناوړه اغیز کوي او دا ځکه چې د اعدامونو نندارې ته دوی هم راټولیږي.

خانداني په دې اړه وایي:

"زه په کرمانشاه کې اوسیږم او په زیاتو ځایونو کې وینم چې؛ خلک په عام محضر کې په دار ځړول کیږي. له بده مرغه وینم چې زیات شمير کوچنیان هم د اعدامونو نندارې ته راټولیږي او د یو شمېر کوچنیانو په نظر ممکن دا لکه یوه لوبه وي."

سړی نه پوهیږي چې د داډول صحنو په لیدو سره به د کوچنیانو په ذهن کې څه راګرځي؛ خو ارواح پيژندونکي وایي، د اعدامونو د صحنو لېدل حتماً پر کوچنیانو او تنکیو ځوانانو ناوړه اغیز کوي.
XS
SM
MD
LG