د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

خوست چارواکي: په یو کال کې د ۱۰۶ میلیونه ډالرو پروژې پلي شوي


د خوست ولایت چارواکي وايي چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو دوی ته د تېرو ژمنو د پلي کولو ډاډ ورکړی دی.

دوی زیاتوي په دې وروستیو کې د خوست د هوايي ډګر پر پروژې یو ځل بیا کار پیل شوی، د وارداتي برښنا د پروژې د سروې چارې پیل شوي او د شمل دومنده د اوبو او برېښنا د لوی بند د جوړولو ژمنه هم ورسره شوې ده.

د چارشنبې په ورځ خوست والي حکم خان حبیبي د خوست د مرکز او ولسوالیو د مشرانو او اوسیدونکو یوې غونډې ته د خپلو یو کلنو فعالیتونو د راپور ورکوونې پر مهال وویل چې د غلام خان بندر د ټرانزیټ مسئله له دې کبله چې د دوو دولتونو ترمنځ ده، د ځینو لاملونو پر اساس پاتې ده او نور کارونه پیل شوي او یا د پیلیدو په حال کې دي.

خوست والي
خوست والي

خوست والي زیاته کړه:

"ډاډ درکوم برق به راځي، دا ستاسو غوښتنه وه او د ولسمشر وعده ده، دا وعده به پوره کیږي، په هوايي ډګر کار شروع ده او هرې دوه ورځې وروسته زما هیات ورځي، لکه څرنګه چې د وردګو د بند قرار داد وشو، اطمینان درکوم چې په همدې توګه به د شمل دوه منده قرارداد هم کیږي، راځو یوې مسئلې ته چې هغه د غلام خان بندر مسئله ده، هلې ځلې روانې دي خو تر اوسه ترانزیټ پاتې دی، نورې ټولې ژمنې انشاالله سرته رسیږي او تر کار لاندې دي."

حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې وویل چې د تېر یو کال په موده کې د ۱۰۶ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې په خوست کې پلي شوي او دا مهال په ۷۵۰ لویو او وړو پروژو کې عملاً روان دی.

ده په دې وروستیو کې د محاکمو له اجرااتو هم خوښي څرګنده کړه او ويې ویل چې په وروستي یو کال کې د خوست په محکمو کې په سلګونه حقوقي او جزايي دعوې حل و فصل شوي دي.

خوست والي په حقوقي دعوو جنګونه او قتلونه هم د انديښنې وړ وبلل او ويې ویل، پدې وروستیو ورځو کې په یو دیوال درې وروڼه وژل شوي.

خوست والي په حقوقي دعوو جنګونه او قتلونه هم د انديښنې وړ وبلل
خوست والي په حقوقي دعوو جنګونه او قتلونه هم د انديښنې وړ وبلل

ده له قاضیانو هیله وکړه، چې د قتل په تور نیول شویو کسانو ته د اعدام سزاء وغواړي او د اعدام حکم ورباندې تطبیق کړي.

بل خوا د خوست د اطرافي سیمو قومي مشران وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې د بیارغونې پخوانی پروژې په ټیټ کیفیت جوړې شوي او د تخریب په حال کې دي.

قومي مشر ګل احمدخان ګربز اطرافو ته د ښوونځیو، کلینکونو او نورو ټولګټو پروژو د ورکولو غوښتنه وکړه.

قومي مشر ګل احمدخان زیاته کړه:

"غرونه ووهل شول اوبه زیاته شوه، همدا اوس د سیلابونو په وجه ځمکې تر تخریب لاندې دي، پخوا کارونو ښه نتیجه نده ورکړې، زه انجینر نه یم خو دومره وایم که ځایونه يې ورته سیم ژور کړي وای، موږ په راتلونکې کې ښوونځیو، کلینکونو او د بیارغونې نورو کارونو ته اشد ضرورت لرو، تر اوسه چې څه شی شوي دي، دا ډېر ادنی دي."

د خوست چارواکي ځايي اوسیدونکو ته داسې مهال د ملي یووالي حکومت د مشرانو لخوا د خوستوالو سره د شویو ژمنو د يلي کیدو ډاډ ورکوي، چې دوه اونۍ وړاندې د خوست زرګونو اوسیدونکو په یوه لویه غونډه کې پر حکومت نیوکه وکړه، چې دوی سره يې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال کړې ژمنې هیرې کړي دي.

خوستوالو په تېره یوه نیمه لسیزه کې په پرلپسې توګه د هوايي ډګر د جوړول، د غلام خان بندر ترانزیټ، خوست ته د دویمه درجه ملکي او پوځي تشکیلاتو ورکول، د برښنا لېږد او پر لوړو حکومتي پستونو د دوی د کادرونو د ټاکنې غوښتنې کړي، چې د غونډې د ګډونوالو په وینا ندي عملي شوي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG