د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

بنسټونه: حکومت دې د انتخاباتي نظام اصلاح په نوم لوبه ختمه کړي


په افغانستان کې د انتخاباتو د څار بنسټونه په یوه سرخلاصي لیک کې له افغان دولته غواړي چې د انتخاباتي نظام اصلاح په نوم پیل شوي لوبه ختمه کړي.

د فیفا، ټیفا، ایوا، اکسین او نورو بنسټونو مسؤولین وايي چې ملي شورا او افغان حکومت له دې امله چې انتخابات په خپله ګټه نه ګڼي د انتخاباتي نظام د اصلاح مخه نیولي ده.

په افغانستان کې د انتخاباتو د څار بنسټونه په دغه هېواد کې د انتخاباتي نظام اصلاح او د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ترسره کولو لپاره د افغان دولت په ارادې شک لري.

په دې لړ کې د انتخاباتو د څار بنسټونو د دوشنبې په ورځ تر یوه چتر لاندې انتخاباتي کړکېچ ته د حل لار موندلو تر عنوان لاندې ولسمشرۍ ماڼۍ، اجراییه ریاست او سترې محکمې ته یو سرخلاصی لیک ولېږه.

د ټیفا یا د افغانستان د رڼو ټاکنو مسؤل نعیم ایوب زاده دې خبري غونډې ته وویل چې سیاسیون تر ډېره روان حالت په خپله ګټه ګڼي.

ایوب زاده:سیاسیون تر ډېره روان حالت په خپله ګټه ګڼي.
ایوب زاده:سیاسیون تر ډېره روان حالت په خپله ګټه ګڼي.

هغه زیاته کړه:

"روان وضعیت د ښکېلو اکثره خلکو په تېره بیا د سیاسیون ګټې تضمین کړي دي، هر ډول اصلاحات یا د انتخاباتو تر سره کول هغه کسان په ګټه نه ګڼي چې په قدرت کې دي، نه حکومت، نه ولسي جرګه او حتا نه ولایتي شوراګانې او تر څنګ یې دا ویره موجوده ده چې راتلونکي د منلو وړ انتخابات نه شي تر سره کېدای."

د انتخاباتو د څار دې بنسټونو په خپل سرخلاصي لیک کې لیکلي چې حکومت دې نور ملي شورا ته له مراجعې پرته د سترې محکمې له لارې د انتخاباتي اصلاحاتو د تقنیني فرمان برخلیک معلوم کړي.

د فیفا، ټيفا، ایوا، فیټوو، اکسین، نی او د ډیموکراسی د څار موسسې چارواکي وايي چې حکومت د هر اړخیزه اصلاحاتو لپاره کار نه دی کړی او په ځينو برخو ډېر ټينګار د اصلاحاتو مخه ډب کړي ده.

د ایوا د رهبری شورا غړی شاه محمود مل زیاته کړه:

د ایوا د رهبري شورا غړی شاه محمود مل
د ایوا د رهبري شورا غړی شاه محمود مل

"په مجموع کې انتخاباتي اصلاحات د نظام د ښه والي او د ښو انتخاباتو تر سره کېدل دي، په دې پروسه کې د حکومت نه مداخله، د کمیسیون بې پریتوب، خپلواکي او مسلکيتوب باید تضمین شي، بنا که موږ اصلاحات غواړو د مدیریت تغیر یوه برخه ده ولې ټول اصلاحات په دې نشي کیدای چې بدبختانه ځينې په همدې ټینګار کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څه کم دوه کلونو راهیسې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د حکومت هڅې وروستۍ نتیجې ته نه دي رسېدلي.

په دې لړ کې د افغانستان ولسي جرګې دوه ځله او د ملي شورا ګډې کمېټې یو ځل د انتخاباتو په اړه د جمهور رییس تقنیني فرمان رد کړی او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ځنډیدلي دي.

د تېرې شنبې په ورځ د نوې کرښې په نوم یوه بل مدني بنسټ ادعا وکړه چې په حکومت او ملي شورا کې ځینو خاصو کړیو په دې برخه کې د هر ډول پرمختګ مخه نیولي ده.

افغان حکومت بیا ویلي چې د انتخاباتو او انتخاباتي نظام اصلاح لپاره بشپړه ژمنتیا لري خو د ولسي جرګې له خوا د طرحې رد دا پروسه له ځنډ سره مخ کړه.

د افغان حکومت ځينې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي د سترې محکمې او پر اساسي قانون د څار کمېټې د حکومت د وړاندې شوي طرحې په اړه خپل اقدامات کړي او ډير ژر به دا موضوع وروستۍ شي.

دې سرچینې د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ممکن تر سبا سې شنبې په دې اړه د حکومت وروستی دریځ سره راټول شي.

د انتخاباتو د څار بنسټونه وايي چې د ملي یوالي حکومت د روان لانجمن وضعیت څخه د وتلو لپاره ورسره سلا مشورې نه دې کړي او نه هم په دې اړه په حکومت کې د ننه یو دریځ شته.

د دې بنسټونو مسولین په دې باور دي چې ممکن حکومت د بروکسل کنفرانس لپاره په دې اړه ځينې کارونه وکړي خو نړیواله ټولنې ته په کار ده چې اساسي کارونو ته لومړیتوب ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG