د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

قوانج: د ملي بس شرکت د ۲۰۰ بسونو د ترمیم چارې روانې دي


د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي، د ملي بس د شرکت د ۲۰۰ ښاري بسونو د ترمیم چارې روانې دي.

د دې وزارت ویاند وايي، پخوا تردې شاوخوا ۵۰ ورته بسونه هم ترمیم شوي او اوسمهال په ښار کې د خلکو په خدمت کې دي.

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي، د ملي بس شرکت، د غیرفعالو ښاري بسونو د ترمیم چارې، په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.

قوانچ: د غیر فعالو ښاري بسونو د ترمیم چارې په چټکۍ سره روانې دي
قوانچ: د غیر فعالو ښاري بسونو د ترمیم چارې په چټکۍ سره روانې دي

د دې وزارت ویاند حکمت الله قوانچ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملي بس شرکت د ۶۰۰ غیرفعالو بسونو له جملې څخه پر۲۰۰ کارروان دی څو ترمیم او د ښاریانو خدمت ته اماده شي:

"اوسمهال۵۰ ،۶۰ بسونه چې په تېرو کلونو کې غیر فعال وو، د ملي بس پر بودجې ترمیم شوي او د ښاریانو خدمت ته وړاندې شوي دي، همدارنګه ټول بسونه ارزیابي شول چې اوسمهال ۲۰۰ بسونه ترمیم ته تیار دي او کارپرې روان دی."

د مسلکي کسانو او بودجې کموالی، تخنیکي عوارض او د بسونو د ساتنې لپاره د ترانسپورټ وزارت او د ملي بس د تصدۍ نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې د ملي بس شرکت بسونه په لږه موده کې له کاره ولویږي.

د ترانسپورټ وزارت وايي، د هندوستان حکومت له افغان حکومت سره د ۱۰۰۰ ښاري بسونو د مرستې ژمنه کړې او حکومت هڅې تیزې کړي چې هندوستان ژر تر ژره د دغې مرستې پروسه بشپړه کړي.

دا وزارت داهم وايي د دې بسونو له رارسېدو سره به په کابل ښار کې د ښاري بسونو د کموالي ستونزه کمه شي.

له هند نه د بسونو په راره سېدو سره به کابل ښار کې د ملي بسونو د کمښت ستونزه حل سي
له هند نه د بسونو په راره سېدو سره به کابل ښار کې د ملي بسونو د کمښت ستونزه حل سي

د ترانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې هندوستان، پاکستان، اتیالیا او جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۳۰۰۰ ښاري بسونو مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاریان له ډېرو کلونو راهیسې د ښاري بسونو له کموالي شکایت کوي.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي ازادي راډیو ته وویل:

"ملي بس په ښار کې ډېر فعالیت کوي، کرایې به کمې شي او بله داچې ښاري کانسټرونه نه شي کولی چې ډېرې سپرلۍ پورته کړي، که ملي بسونه فعال شي د خلکو ستونزې به کمې شي."

کابل ښاریان داهم وايي، د ښاري بسونو پر زیاتولو سربېره، د حکومت اړوندو ارګانونو ته پکار ده چې د ښار د سړکونو ساتنې، تم ځایونو او له واټونو څخه د موانعو لیرې کولو ته هم پام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG