د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

په کابل کې د ښاري ټرانسپورټ ستونزې


ښایي تاسو هم دا لیدلي وي چې ټوله ورځ په تیره بیا د مازدیګر له خوا د ښار په هرتم ځای کې ګڼ شمیر خلک د ملي بس یا نورو موټرو ته انتظار باسي؛ یو موټر وروسته له ډیره ځنډه راشي؛ په هغه هم داسې حال شي چې خلک له دروازې خو څه چې آن له کړکیونه هم موټرته پورته کیږي.

د ټرانسپورټ ریاست مسوول کسان وایي چې یوازې د کابل ښار۲۰۰۰ملي بسوته ضرورت لري حال دا چې دوی ۱۱۰ فعال موټر لري؛ د دوی په وینا، په تیرو ۱۳ کلنو کې ۹۳۰ملي بسه د هند، پاکستان، ایران، چاپان او ایټالیا له خوا د مرستې په ډول افغانستان ته ورکړل شول چې ځینې یې د مسلکي موټرچلونکو د نشتون او ځینې نور یې د تخنیکي خرابیو له وجې غیرې فعال دي.

موږ تېر کال هم د ملي بس له وجې ولاړې ستونزې څیړلې وې؛ هغه وخت مسولو کسانو ژمنه کړې وه چې په لنډ وخت کې به ملي بس ډېر شي؛ خودا کار ونشو، د عامو خلکو ستونزې د ښاري ټرانسپورټ د کمښت له امله نورې هم زیاتې شوې.

د وردګواوسیدونکی احسان اله غفورزی وایي چې د ښار په لینونو کې یا خو ملي بس هیڅ نه وي؛ که وي هم خلک د مجبوریت له وجې دومره دېر ورپورته کیږي چې بیا یې ملي بس هم د وړلو توان نه لري.

د افغانستان اکثره خلک بې وزلي دي؛ دوی هر ورځ نه شي کوي چې تکسي یا نورو شخصي موټرو کې تګ راتک وکړي.

د تڼي کوټ اوسیدونکی ډګروال محمد مالک وایي چې پخوا د تڼي کوټ په لین دوه ملي بس و؛ اوس یو هم نشته، ډیرکسان پیاده روان وي.

ځینې خصوصي شرکتونه هم شته چې د کوتو په شمار لینونو کې موټر چلوي؛ د هغو له کار نه هم خلک خوښ نه دي؛ د قعله موسی اوسیدونکی عبدالوکیل وایي چې دا موټر ډیر وخت په لاره تیروي.

د ټرانسپورټ د ریاست مرستیال انجینرحمیدګل وایي؛ کوم ملي بس چې فعال دي، د دوی د ریاست له خوا څارل کیږي چې خپل کار سم او به وخت وکړي؛ هغه د خلکو دا خبرې چې وایي؛ ملي بس نشته، که کوم یو وی هم داسې کار نه کوي چې د عامو خلکو ستونزې حل کړي نه مني.

XS
SM
MD
LG