د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

کابل چاپ ورځپاڼو د هلمند د وروستیو ناامنیو په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د هلمند ولایت د ورستیو ناکرایو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپانې په خپله نننۍ ګڼه کې د هلمند د والي حیات الله حیات له خولې لیکلي چې، د خانشین ولسوالۍ اداره د دولت په لاس کې ده اومخالفینو سخته ماته خوړلې ده.

په مطلب کې د ښاغلي حیات په حواله دا هم لیکل شوي چې مخالفین غواړي د نشه يي توکیو مافیا رامنځته کړي خو دوی به اجازه ورنه کړي.

د مطلب لیکوال د هلمند د والي له خولې لیکلي چې، پاکستان په پټه او ښکاره له مخالفینو ملاتړ کوي او نا امنۍ ته لاره هواروي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې افغان ځواکونو په ډېره مېړانه او زړورتیا د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې هغه یرغلګر وځپل چې له پاکستانه یې پر دغه ولسوالۍ ډله ییز او دروند یرغل کړی و.

د سر مقاله لیکونکي په وینا دغه یرغل په ښکاره ډول د پاکستان د پوځ او څارګرې ادارې له خوا منظم او پلان شوی و.

په سر مقاله کې راغلي یرغلګرو د طالبانو په جامه کې پر خانشین حمله وکړه کټ، مټ هغه شان چې په کونړ کې د افغان ځوکاونو په وړاندې د طالب او داعش په جامه کې جنګېږي.

د سر مقالې لیکوال لیکلي دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سې شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ یو شمېر مشرانو په کابل کې له افغان او ناټو پوځي مشرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې قسمونه وخوړل چې د ډیورند کرښې دې خو به د مخالفینو او یرغلګرو د را اوښتلو مخنیوی کوي.

کابل پوسټ:

کابل پوست خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې خانشین ولسوالي د لنډې مودې لپاره د دولت له کنترول څخه ووته او لا هم د یادې ولسوالۍ په شا او خوا سیمو کې سختې نښتې روانې دي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د پوځي پرنسپونو له مخې حکومت ته پکار ده چې د ټول هېواد له امنیت وضیعت څخه دقیق او بشپړ معلومات ولري او د هېواد په هر ګوټ کې د خپلو ځواکونو له وړټیاوو او امکاناتو څخه پوره خبر وي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، که چېرې له حکومت سره دغه معلومات وي نو د ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال په سیمه کې وضیعت ښه کنترولولی شي.

XS
SM
MD
LG