د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

وزیري: خانشین مو لاس کې ده او ځواکونو مو پکې ځای پرځای دي


د هلمند د خانشین ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه د دفاع وزارت او د هلمند سیمه يیز چارواکو څرګندونې ضد و نقیضې دي.

د دفاع وزارت وايي، وړمه شپه پر خانشین وسله والو مخالفینو چې بهرني جنګیالي هم ورسره مل وه بریدونه وکړل خو افغان امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او دا مهال د دغه ولسوالۍ شاوخوا د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان کمانډو په خانشین کې ۲۴ وسله وال مخالفین وژلي چې جسدونه یې د جګړې په میدان کې پاتې دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د خانشین په ولسوالۍ کې دښمن برید کړی و تحرکات موږ تاییدو خو زموږ قووتونه په خانشین کې دي، د دښمن ۲۴ تنه وژل شوي مړي یې په میدان کې پاتې دي ولسوالۍ زموږ په لاس کې ده او قوتونه مو په کې ځای پر ځای دي."

په تېرو څو میاشتو کې دا درېیم ځل دی چې د خانشین ولسوالۍ د سقوط رپوټونه خپریږي خو د افغانستان د ملي د فاع وزارت وايي چې په هلمند کې د امنیتي وضعیت د قابو کېدو په هدف دلته کافي ځواکونه استول شوي او په دې برخه کې ځانګړي پلانونه هم په پام کې لري.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا وايي چې په خانشین کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په جګړه کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي ځواک زیاته کړه:

"کله چې وسله والو مخالفینو برید کړی و، افغان ځواکونو عملیات وکړل او ساحه هم بېرته تر پوښښ لاندې راغله خو په دې کې نهه تنه د افغان قواوو څخه چې په هغې کې ټول شامل دي ټپیان شوي او څلور تنه وژل شوي دي."

دا چې رښتیا د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې څه تېریږي او اوس هلته امنیتي وضعیت څنګه دی دا او دې ورته پوښتنې ازادي راډیو د دغه ولایت د ولایتي شورا له رئیس کریم اتل څخه کړي.

اتل:خانشین ولسوالۍ په هلمند کې د افغان ځواکونو د نه همغږۍ له کبله د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلې
اتل:خانشین ولسوالۍ په هلمند کې د افغان ځواکونو د نه همغږۍ له کبله د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلې

ښاغلی اتل وايي، خانشین ولسوالۍ په هلمند کې د افغان ځواکونو د نه همغږۍ له کبله د وسله والو مخالفینو لاس ته لوېدلې او دلته د نښتو له کبله چې لا هم روانې دي ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلی اتل زیاتوي:

"موږ د خانشین ولسوالۍ دوه ورځې مخکې یعنې تېره شپه نه هغه بله شپه تقریباً د شپې ۱۱ بجې شاوخوا وې چې د خانشین ولسوالۍ د مخالفینو لاس ته ولوېده موږ هلته د ځینو مشکلاتو او ستونزو له کبله ونه توانېدو چې زموږ ځواکونه ولسوالۍ وساتي دوی راووتل."

ښاغلی اتل وايي، وسله والو مخالفینو وړمه شپه له څلورو خواوو پر خانشین چې له دواړو پاکستان او ایران سره ګډه پوله لري بریدونه پیل کړل او د دغه ولسوالۍ مرکز یې ونیوه هغه ادعا چې افغان چارواکي یې په کلکه ردوي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس وايي، دا مهال د هلمند په څو ولسوالیو کې عملاً د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، زرګونه کورنیو له خپلو ځایونو بې ځایه شوي او په سخت کړاوو کې ژوند تېروي خو افغان چارواکي بیا دلته د روان وضعیت په اړه رښتیا نه وايي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG