د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

چارواکي: د هلمند خانشین ولسوالي وسله والو طالبانو نیولې


د هلمند د پولیسو مسئولین وایي چې خانشین ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د هلمند د پولیسو یوې سرچیني دنوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل خانشین ولسوالي تېره شپه د وسله والو د یوه ډلیز برید په ترڅ کي سقوط شوي ده.

سرچینه وايي په دې برید کي ۷ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

خو د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي چي د خانشین مرکز ته نږدي د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چي تر دې دمه شل وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

عمرځواک رسنیو ته ویلي دي چي په دې جګړه کي چي تېره شپه پیل شوې ده د خانشین ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر امنیه قوماندان روف او ورسره پنځه پولیس ټپیان شوي دي.

هغه د ډېرو پولیسو د تلفاتو خبره رد کړه ويي ویل هوايي ځواکونو سیمه تر خپل پوښښ لاندې راوستې ده او سیمي ته تازه دمې سرتېري استول شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي په دې برید کي دوه طالبان وژل شوي او دري نور ټپیان شوي دي.

خانشین ولسوالۍ په تېرو څو میاشتو کي دریم ځل دی چي د وسله والو طالبانو لاسته سقوط کوي.

XS
SM
MD
LG