د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

ننګرهار کې تصفیه شویو سیمو ته د بشري مرستو ټيمونه ورسېدل


د ننګرهار ولایتي اداره وايي، په دې ولایت کې د داعش پرضد په روانو عملياتو کې له وسله‌والو پاکو شویو سیمو ته د بشري مرستو د ترسره کېدو ټيمونه ورسېدل.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دغه ټيمونه د شنبې په ورځ کوټ ولسوالۍ ته تللي او د سروې وروسته به جنګ ځپلو سره د مرستې کولو لړۍ پيل کړي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي:

"موږ نن د کلیو او پراختیا، کډوالو چارو، سرې میاشتې او د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې مسؤلینو خپل ټيمونه کوټ ته واستول تر څو د بشري مرستو لپاره سروې وکړي او سبا به همدغو سیمو ته مرستې واستول شي."

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی

که له یوې خوا ځيني سیمې له وسله‌والو پاکې شوي خو په ځينو ولسوالیو کې لا هم د داعش پر ضد هوايي او ځمکني عمليات روان دي.

په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن شيرین اقا وايي، د "قهر سیلاب" عملياتو په پایله کې چې په هسکې مېنې او اچین ولسواليو کې روان دي په لسګونو وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړی وايي، د تېرو څلورویشت ساعتونو په جریان کې ۳۸ داعشيان وژل شوي او افغان ځواکونه د مخته تګ په حال کې دي.

د "قهر سیلاب" عملیاتو په پایله کې لسګونو وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د "قهر سیلاب" عملیاتو په پایله کې لسګونو وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلی شیرین اقا وايي:

"د تېرو څلورویشت ساعتونو په جریان کې هوايي او ځمکني بریدونه بیا هم پر داعش وسله‌والو دوام درلود چې د کشفي راپورونو پر اساس په يایله کې اته دېرش داعشيان وژل شوي چې د پنځو تنو جسدونه امنيتي ځواکونو سره دي او لس تنه نور زخميان شوي دي."

د ننګرهار ولایت د کوټ، اچین، هسکه مېنه، سپين‌غر او نازیان هغه ولسوالۍ دي چې له دې مخکې د داعش وسله‌والو په دې ولسوالۍ کې د ځينو کورونه وسوځول او ځيني نورې ودانۍ او کورونه د روانو عملياتو په جریان کې په بریدونو کې ویجاړ شوي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د عملياتو تر بشپړېدو وروسته په پام کې لري چې د دغو جنګ ځپلو سیمو ویجاړ شوي ځایونه بېرته ورغوي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG