د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

صدیقي: کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو د راپور په اړه څېړنه کوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د بشري حقونو د څار ټولنې د هغه راپور په اړه څېړنه کوي چې په کې ویل شوي له طالبانو سره د اړیکو په تور توقیف ځایونو کې ساتل شویو ماشومانو سره ناوړه چلند کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ژمنه کوي له هغه مسوولینو سره به چې په توقیف ځایونو کې یې له قانوني عمر ښکته زندانیانو سره زور زیاتی کړی وي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته د بشري حقونو د څار ټولنې د وروستي راپور په غبرګون کې وویل پولیس حق نه لری چې له کم عمره زنداني ماشومانو سره ناوړه چلند وکړي.

هغه زیاته کړه:

"پولیس حق نه لري چې زنداني ماشومانو ته شکنجه ورکړي او که داسې موارد موجود وي او څوک اسناد ولري، زموږ هیله داده چې له موږ سره یې شریک کړي، موږ بشپړه ژمنه کوو او اراده لرو چې دا ډول کسان تر عدليي او قضايي تعقیب لاندې ونیسو."

د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس واچ په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۵ کال له ۱۸ کالو د کم عمر لرونکي سلګونه ماشومان له طالبانو سره د اړیکو، د انتحاري حملو د ترسره کولو د پلان او یا له وسله والو مخالفینو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

په راپور کې راغلي چې شکنجه په دې توقیف ځایونو کې عادي خبره ده او په تېره د پښو په تلو د کیبل او پایپ په وسیله وهل، د تناسلي غړو تاوول، د جنسي تجاوز ګواښونه او نور ډولونه په کې شامل دي.

تر دې وړاندې یو شمېر زنداني ماشومانو د افغان حکومت په زندانونو کې د مسوولینو له ناوړه چلند څخه شکایت کړی و.
تر دې وړاندې یو شمېر زنداني ماشومانو د افغان حکومت په زندانونو کې د مسوولینو له ناوړه چلند څخه شکایت کړی و.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په زندانونو کې له ماشومانو سره ناوړه او بد چلند ورته په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی.

د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار ازادي راډیو ته وویل د دغې ستونزې د لمنځه وړلو لپاره له دولت سره په ګډه کار کوي.

بېدار: ددغه ستونزې د له منځه وړلو لپاره له دولت سره په ګډه کار کوو
بېدار: ددغه ستونزې د له منځه وړلو لپاره له دولت سره په ګډه کار کوو

بېدار زیاته کړه:

"د بشري حقونو کمېسیون ټینګار کوي چې د زندانیانو ربړونه او هغوی ته عذاب ورکول په هیڅ صورت ورته دمنلو وړ نه دی او که حتی یوه پېښه هم موجوده وي، موږ له دولت سره کار کوو او دولت هم په دې اړه یوه کمېسیون ته دنده سپارلې ده چې د دا ډول پېښو څیړنه وکړي او ټول هغه ابعاد پيدا کړي چې د یوه جلا قانون له مخې دا ټول موارد منع شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د زنداني ماشومانو د ربړونې په اړه د څېړنې ژمنه کوي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تاییدوي چې د یو شمېر ولایتونو په زندانونو کې ماشومانو ځورول کېږي.

د بشري حقونو د څار ټولنې په راپور کې غوښتنه شوې ده چې له قانوني مراحلو پرته د ماشومانو توقیف باید سمدستي پای ته ورسول شي او هغه ماشومان باید خوشې شي چې له څرګندو جنايي جرمونو پرته نیول شوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG