د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

خوګياڼی: ننګرهار کې د وسله‌والو پر ضد نوي عملیات پیلېږي


ټاکل شوې ده په ننګرهار ولايت کې ډېر ژر د وسله والو پر ضد نوي عملیات پیل شي.

د افغانستان دفاع وزير، کورنيو چارو وزير، د ملي امنيت عمومي رئيس او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان ننګرهار ولايت ته تللي وو.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې ډېر ژر به د وسله والو ډلو پر ضد په ننګرهار ولايت کې نوي عملیات پيل شي.

د ده په خبره، د دغو عملياتو د پيلولو په مقصد د افغانستان د دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي، د کورنیو چارو وزير تاج محمد جاهد، د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزي او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نيکولسن په ۲۰۱ سېلاب قل اردو کې د امنيتي مؤظفينو سره وکتل او له دې کتنې وروسته به د ولسمشر په لارښوونه په ننګرهار ولایت کې ځانګړي عملیات پيل شي.

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي په وینا، داعش ډله په ننګرهار کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو په نتيجه کې پر شا تمبول شوي او ډېری کسان يې هڅې کوي چې د سولې له بهير سره يو ځای شي.

د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼی
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼی

ښاغلي خوګياڼي زیاته کړه:

"دوی غواړي له اوسنيو عملیاتو څخه ځان وژغوري، يا ښايي چې پر خپلو پخوانيو کړنو پښېمانه وي، غواړي د سولې له بهير سره یو ځای شي. موږ ته دوی له بېلابېلو چینلونو پيغام رالېږلی چې غواړي د سولې له پروسې سره يو ځای شي. تاسو تېره ورځ یو کس ولید چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د داعش لپاره کار کاوه او وروسته يې د ملي امنيت مؤظفینو ته خپلې وسلې وسپارلې. همدا راز څلور کسان چې غوښتل يې له سیمې وتښتي، نیول شوي دي. نو په وروستيو کې داعشیان وارخطا شوي، دوی غواړي له بېلابېلو لارو خپل ژوند وژغوري."

ښاغلی خوګياڼی زیاتوي چې په ننګرهار ولايت کې د تېرو دوو ورځو پر مهال څلوريشت د داعش غړي افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي چې له دغو څخه ډېرکسان يې د پاکستان تبعه دي. د ده په وينا دا لومړی ځل دی چې د داعش دومره ډېر غړي افغان ځواکونو نيولي دي.

تر دې مخکې هم د افغانستان دفاع وزارت ويلي وو چې په ننګرهار ولایت کې نیول شوي د داعش غړي ډېری پاکستانيان دي.

که څه هم ښاغلي خوګياڼي د دغو پاکستاني وګړو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي، خو زیاته يې کړه:

"ډېر زيات شمېر پاکستانيان دي. اکثره د پاکستان په مدرسو کې زده کړې کړي. دوی ته هلته د ترهګريز فعالیت روزنه ورکول کېږي. ښايي له هغوی څخه ځيني کسان د داعش په ډله کې وي. څومره چې په ننګرهار کې داعشيان شته، د نورو هېوادونو د وګړو په پرتله، د پاکستان وګړو په ډېر زيات شمېر کې په ننګرهار کې د داعش په ليکو کې فعاليت درلود."

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نيکولسن اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي،

په افغانستان کې د داعش ډلې ډېر غړي د پاکستان له اورکزو اجنسۍ څخه له ننګرهار سره پر پوله را اوړي.

د ده په وینا دوی د پاکستان د تحريک طالبان پخواني غړي دي.

XS
SM
MD
LG