د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د نړۍ تر ټولو دنګې ونې لرونکي د کوم هېواد خلک دي؟


په لندن کې یو علمي مرکز څېړلي دي چې په سلو کلونو کې د نړۍ د انسانانو په ونه یا قد کې څومره بدلون راغلی دی.

د لندن د امپریل کالج څېړنه ښيي چې هالنډي نارینه اوس په نړۍ کې ترټولو جګې ونې لري.

د دغه کالج پوهانو د نړۍ د اکثرو هېوادونو څخه معلومات راټول کړي او دايي څېړلي چې له ۱۹۱۴ کاله تر۲۰۱۴ کاله پورې د انسانو په ونه کې څومره بدلون رامینځ ته شوی دی.

څېړنه ښيي چې په دغو سلو کلونو کې د جنوبي کوریا د ښځو او د ایران د نارینه وو ونې نسبت نورو ته زیاتې دنګې شوي دي.

د ایراني نارینه وو په ونه کې ۱۶،۵ سانتي متر اوچتوالی راغلی او د جنوبي کوریا د ښځو په ونه کې ۲۰،۲۰ سانتي متر.

هالنډې نارینه اوس مهال د نړۍ تر ټولو دنګې ونې لري، د دوی ونه په اوسط کې ۱۸۲،۵ سانتي متر ده، د نړۍ په ښځو کې د لاتویا ښځې ترټولو دنګې دي، د دوی ونه په اوسط کې ۱۷۰ سانتي متر ده.

د نړۍ څلور هېوادونه چې نارینه يي تر نورو دنګې ونې لري، په ترتیب سره هالینډ، بلجیم، ایستونیا او لاتویا دي او څلور هغه هېوادونه چې ښځې یې ترنورو دنګې دي په ترتیب سرهلاتویا، هالنډ، ایستونیا او دچیک جمهوریت دي.

د ختیځ تیمور نارینه تر ټولو ټیټې ونې لري، دونې اوسط یې ۱۶۰ سانتی متر دی.

او د نړۍ ترټولو ټیټې ونې د ګواتیمالا دښځو دي، د دوی د ونو اوسط ۱۴۹ سانتی متر دی.

د نړۍ د نارینه وو دونو ترمینځ توپیر په ۲۰۱۴ کال کې تقریباً ۲۳ سانتي متر وو، دغه توپیرد ۱۹۱۴ کال په نسبت ۴ سانتي متر زیات شوی دی.

خو په تېرو سلو کلونو کې د نړۍ د ښځو د ونو ترمینځ توپیر کې دومره بدلون نه دی رامینځ ته شوی او په ۲۰۱۴ کال کې هم شل سانتي متر وو.

XS
SM
MD
LG