د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

راپور: کوچنیان د قاچاقبرانو د ظالمانه پرېکړو قرباني کېږي


د بریتانیې د پارلمان په مشرانو جرګه کې د اروپايي اتحادیې د چارو کمېټې ته ویلي، هغه کوچنیان او تنکي ځوانان چې له خپلو کورنیو پرته اروپايي هېوادونو ته مهاجرت کوي، په ډېرو مواردو کې د قاچاقبرانو د ظالمانه پریکړو قرباني کیږي.

د دې کمېټې په رپوټ کې چې نن سې شنبې خپور شو، راغلي چې د اروپايي اتحادیې حکومتونه د هغو تنکیو ځوانانو او ماشومانو لپاره چې یوازې مهاجرت کوي، د مصئونیت سمې کړې لارې نه لري.

په رپوټ کې ویل شوي چې لږ تر لږه ۸۸ زره او ۲۴۵ ماشومانو او تنکيو ځوانانو تېر کال ۲۰۱۵ په اروپايي اتحادیه کې پناه غوښتې ده.

دا هغه کسان دي چې له کورنیو او له خپلو مشرانو پرته اروپايي اتحادیې ته مهاجر شوي دي.

دا وروستی رقم د وړم کال په پرتله د هغو ماشومانو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی څرګندوي چې یوازې مهاجرت کوي.

لږ تر لږه ۸۸ زره او ۲۴۵ ماشومانو او تنکيو ځوانانو تېر کال ۲۰۱۵ په اروپايي اتحادیه کې پناه غوښتې ده.
لږ تر لږه ۸۸ زره او ۲۴۵ ماشومانو او تنکيو ځوانانو تېر کال ۲۰۱۵ په اروپايي اتحادیه کې پناه غوښتې ده.

په رپوټ کې همدا راز د اروپايي اتحادیې د ارقامو "ایروسټاټ" پر اساس ویل شوي چې لږ تر لږه ۱۰ زره هغه ځوانان او ماشومان چې یوازې ورغلي، ورک دي.

د بریتانیې د سنا کمېټه په خپل رپوټ کې وايي چې د اروپايي اتحادیې حکومتونه د دې ماشومانو د اړتیاو د پوره کولو او هغوی ته د امکاناتو برابرولو لپاره سمې کړن لارې نه لري، حکومتونه او پولیس د مسئولیت اخېستلو ته نه دي تیار شوي.

رپوټ زیاتوي چې د اروپايي اتحادیې په حکومتونو کې د شک او بدګمانۍ فرهنګ غالب دی او په دې اړه چې دا پناه غوښتونکي ماشومان به ريښتیا وايي، پوښتنې کیږي.

د دې کمېټې غړې اوشا کشمیري پرشار رویټرز ته ویلي:

"سمه ده چې دا کوچنیان له کورنیو پرته مهاجر شوي خو په نهایت کې هغوي ماشومان دي او باید د ماشومانو په توګه چلند ورسره وشي."

په هغو نږدې ۹۰ زره تنکیو ځوانانو او ماشومانو کې چې تېر کال اروپايي اتحادیې ته یوازې رسیدلي، اکثرد افغانستان او سوریې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په دې یوازې کډوالو کې ډېر شمېر تر ناوړه شرایطو لاندې، په توقیف ځایونو او د کډوالو لپاره په داسې کمپونو کې اچول شوي چې په ښاردار سیم ساتل کیږي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره [سیف دې چلډرن] وايي، له هغو ماشومانو سره چې یوازې اروپا ته مهاجر شوي، د جنایتکارانو په توګه چلند کیږي او هغوی د اوسپنیزو پنجرو شاته ساتل کیږي.

د ډنمارک پخوانۍ صدراعظمې هیل تورنینګ شمیت چې اوس د دې ادارې مشري کوي، ویلي:

"دا ماشومان هیڅ داسې څوک نه لري چې پام ورباندې وکړي، هغوي پر خپل وضعیت نه دي خبر او په خپل قانوني موقف هم نه پوهیږي. هغو هغوي یوازې دومره پوهیږي چې د پنجرو شاته پاتې دي او هره ورځ یو بل ور ورته تړل کیږي."

دا ماشومان هیڅ داسې څوک نه لري چې پام ورباندې وکړي.
دا ماشومان هیڅ داسې څوک نه لري چې پام ورباندې وکړي.

د اروپايي اتحادیې د استخباراتو او پولیسو اداره [ایروپول] وايي چې لږ تر لږه لس هغه تنکي ځوانان او ماشومان چې یوازې يې اروپايي هېوادونو ته مهاجرت کړی، ورک دي.

د بریتانیې د مشرانو جرګې د اروپايي اتحادېې د چارو کمېسیون په خپل رپوټ کې ویلي، ان د بریتانیې حکومت د مهاجرو تنکیو ځوانانو د ځای پرځای کولو لپاره له نورو اروپايي هېوادونو سره چندان مرسته نه ده کړې.

په رپوټ کې راغلي، موږ د بریتانیې د حکومت په ګډون د اروپايي حکومتونو پر دې ناکامۍ خواشیني یو چې د هغو ماشومانو د خوندي کولو لپاره یې پر وخت اقدام نه دی کړی چې یوازې مهاجر شوي دي.

XS
SM
MD
LG