د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۲

د حزب اسلامي ګوند وتلی جهادي قومندان "کشمیر خان" ومړ


حاجي کشمیر د انجینر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پخوانی وتلی هغه جهادي قومندان و چې د هېواد په کچه يې ښه نوم درلوده او لومړی مجاهد و چې په افغانستان کې يې روسانو سره جګړه وکړه او یو میل کلاشینکوف يې ترې ترلاسه کړ.

په کورنیو جنګونو کې یې برخه نه ده اخېستې،ټول وخت يې په خپله سیمه شیګل کې تېر کړ، دغه سیمه يې د هر ډول بې اتفاقۍ، جنګونو او ورانیو ژغورلې وه.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هغوی پرې څو ځله بریدونه وکړل خو حاجي کشمیرخان او ملګرو يې یوازې له خلکو او ځانونو دفاع وکړه.

کله چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ حکومت رامنځته شو دی له غره راکوز شو، ټوپک يې ځمکه په کیښوده او نیت يې دا و چې نورله ټوپک ځان لېرې وساتي، خپله د حاجي عبدالحق فاتحې ته لاړو، په هغه ورځ کرزی صیب هم راغلی و، څه وخت چې کرزي صیب وینا خلاصه کړه حاجي کشمیر خان ته يې غیږه ورکړه او کشمیرخان ته نږدې کسان وایي چې کرزي کشمیر خان ته وویل، له جلال اباد ووځه بېرته شیګل ته لاړ شه امریکایان پلان لري چې ودې نیسې، هم هغه و چې کشمیرخان خپلې سیمې شیګل ته لاړ.امریکایانو يې په نیولو، وژلو او هغوی ته د ښودلو په سر میلیونونه ډالر جایزه اعلان کړه.

کشمیر خان که څه هم چې د بهرینو ځواکونو د شتون مخالف و، خو په خپله سیمه کې يې د هیڅ ډول پرمختیايي چارو مخه نه وهنیولې، تل خپل خلک تشویقول چې ځوانان د افغان ځواکونو لیکو ته ولیږي.

هر دولتې مامور کولای شو چې شیګل ته په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي، کوم ځایونو چې د کشمیرخان تر کنټرول لاندې و، هلته ېې طالبانو د وسله وال فعالیت اجازه هم نه ورکوله، د خلکو خپل منځي شخړې به یې هوارولې. د شیګل ولسونه پرې راټول و، نن يې په میړانه حکومت او ولس دواړه خفه دي. هرې یو سره دا تشویش دی چې د حاجي کشمیر خان له مړینې وروسته به په شیګل کې څه کیږي. د هغه په ځای چې څوک ټاکل کیږي ایا هغه به د کشمیر خان سوله ییزه لار تعقیب کړې، ایا سیمه له جنګ وژغوري، ایا د دولت کار کوونکي به بیا هم په ازاد ډول خپلو کورونو ته تګ راتګ وکړي او که حالات به د نورو درېیو په څیر خراب شي.

نن دوشبنه سهار پنځه بجې يې د ننګرهار په شیرزي لوبغالي کې جنازه ادا شوه. اته بجې به يې په اسعداباد کې جنازه کیږي او داسې ویل کیږي چې په شیګل کې هم د جنازې لمونځ ورباندې وشي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم هرچا پرې د خفګان څرګندونه کړې، له دې وړاندې چې هر جهادي قومندان مړ شوی یا وژل شوی نو خلکو ورپسې بد رد لیکلي دا یواځینی سړی دی چې نه چا ورپسې بد ویلي.

XS
SM
MD
LG