د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت وايي، د سولې ټینګولو لپاره یې په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د ځوانانو رضاکارانه ټولنې رامنځته کړي دي.
د ځوانانو چارو معین کمال سادات د دوشنبې په ورځ د سولې او ځوانانو په نوم جوړې شوې غونډې ته وویل چې ځوانان کولای شي د خپل عمر ډېر کسان د جګړو له لیکو وګرځوي او سراسري سولې ته کار وکړي.
ښاغلي سادات زیاته کړه:
"د سولې پروګرام چې ځوانان په کې ګډون لري موږ د هېواد په اکثره ولایتونو کې پیل کړی دی، په بېلابېلو سیمو کې ځوانان راغونډیږي او د سولې د اهمیت او امنیت په اړه پروګرامونه جوړوي او موږ ورته دا زمینې لا ډيرې برابروو چې رضاکارانه ټیمونه جوړ کړي."
نوموړي دا خبرې په افغانستان کې د سولې ټینګولو په برخه کې د امریکا د سولې انسټیټوټ د همکارېو د دوام غونډې ته وکړې.
په افغانستان کې د پخلاینې پروسې بریالیتوب ته د ځوانانو تر څنګ له دې وړاندې تل د دیني عالمانو، قومي مشرانو او بانفوذه کسانو په ارزښت هم خبرې شوي دي.
افغان حکومت بیا د دې هڅو تر څنګ د شاوخوا شپږو کلونو راهیسې د سولې عالي شورا له لارې دې هدف ته د رسېدو په خاطر هڅې پیل کړي دي.
یو شمېرافغان ځوانان وايي چې دوی د بېلابېلو لارو په خپل وخت د سولې راوستلو هڅې کړي خو په دې برخه کې لا همغږي ګټورې نتیجې ورکولای شي.
د جمشېد شمس په نوم یوه فعال ازادي رآډیو ته وویل:
"ځوانان د بېلابېلو لارو اعظمي هڅه کوي چې سوله راشي موږ حاضر یو چې د هرې لارې هر ډول فعالیت وکړو تر څو سولې ته ورسیږو ولې ځوانان نه پوهیږي چې مشران څه کوي او ولې سولې ته په رښتیا نه رسیږو."
بل ځوان زاهد هېواد بیا وايي چې د ځوانو هڅو تر څنګ سولې ته د مشرانو ژمنتیا ډیره اړینه ده.
دی وايي:
"د جګړې ښکیل دواړه لوري ځوانان دي، خو هغسې چې مشرانو ته په کار ده دوی ځوانان له جګړې نه دي ژغورلي، ځوانان د سولې لپاره په شعاري توګه کار کوي خو دولت عملاً ځوانانو ته ونډه نه ده ورکړي، دوی باید له ځوانانو څخه د سولې په شورا کې ګټه واخلي چې د ځوانانو په ژبه ښه پوهیږي."
د سولې لپاره د امریکا د انسټیټوټ مشر شاه محمود میاخېل وايي، د دې لپاره چې ځوانان د جګړې په تاوان پوه وي باید افغان حکومت د لومړیو ښوونځيو څخه د سولې په نوم د یوه مضمون تدریس عام کړي.
هغه وايي چې د سولې په برخه کې د فرصتونو تر څنګ ممکن ځيني ستونزې هم وي خو باید ځوانان په خپلو سیمو کې د همغږی له ایجاد سره د هېواد عمومي ګټې وسنجوي او سولې ته کار وکړي.
یوسف خان ځدراڼ