د پکتيا قومي مشر او په ولسي جرګه کې د پکتياوالو پخواني استازي پادشاه خان ځدراڼ يوه قومي غونډې ته چې د بېلابېلو قبيلو نږدې پينځه سوه کسانو په کې برخه لرله وويل چې حکومت دې د پکتیا ولسونو غږ واوري او ورسره کړې ژمنې دې يې په خپل وخت عملي کړي او د دې ترڅنګ يې له پکتياوالو وغوښتل چې د وسله والو په مقابل کې سره اتفاق وکړي.
په دغه غونډه کې چې قومي مخور او په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو پخواني استازي پادشاه خان ځدراڼ وربللې وه، نوموړي وويل چې مرکزي حکومت دې د خپلو ژمنو سره سم عنعنوي لويه جرګه وغواړي او د دوی په خوښه وړ کسان دې ورته وټاکل شي.
ده وويل چې که چېرته افغان حکومت عنعنوي لويه جرګه ونه غواړي، دوی به د حکومت پر وړاندې مدني اعتراضونو پيل کړي:
"داسې يو څوک دې مقرر کړي چې هغه قابل د قدر وي، هغه د وظيفې وړ وي، که چېرته دی عنعنوي لويه جرګه مني ودې يې مني که نه يې مني، نو له تېرې نيولې بیا تر سټو کنډو پورې ټولې لارې ورته بندې کړئ."
ځدراڼ زياته کړه، که حکومت د دوی غږ وانه وري په پکتيا کې د اعتراضونو ترڅنګ به په مرکز کابل کې هم له خپل نفوذ نه په استفادې اعتراضونو ته دوام ورکړي.
ده په تالار کې د ناستو کسانو څخه وغوښتل چې د پکتيا خلک دې د وسله والو په مقابل کې سره يو موټی شي او د ولسونو په اتفاق يې ټينګار وکړ او ويې ويل:
"په موږ تاسې کې مشکل دا دی چې دا خبره کوئ حکومت کمزوری دی، زه ولې د ځان دفاع وکړم ولې د وسلوالو په مقابل کې ودرېږم، دا ښه خبره نه ده، د دښمن په مقابل کې ودرېږئ دا ملک د تاسې دی، دا وطن د تاسې دی او سره يو شئ له ځانه او له خاورې دفاع وکړئ."
ده دا هم وويل چې که دوی د وسله والو په مقابل کې سره يو نه شي او حکومت هم کمزوری دوام وکړي راتلونکې ټولې ستونزې او مسوليتونه به د ولس په غاړه وي.
په غونډه کې ډېرو مشرانو او مدني فعالانو د اجنډا سره سم د عنعنوي لويې جرګې د غوښتو خبره وکړه او دا يې هم وويل چې د وسلوالو په مقابل کې اتفاق يې د خلاصون يوازينۍ لار ده، مدني فعال او د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيد جمال الدين اصف خېل:
"د افغانستان دغه اوسني دوه مشران عبدالله او ډاکټرصاحب غني د خپلو توافقاتو له مخې عنعنوي لويه جرګه وروغواړي دوه کاله پوره شوي او لويه جرګه بايد جوړه شي، په ټوله کې د پکتيا د خلکو خبره دا وه چې د وسلوالو ډلو په مقابل کې ودريږي او له ځان څخه دفاع وکړي او د حکومت ملاتړ وکړي، په دې وروستيو کې زموږ حکومت ته د ګاونډيو له لاسه ډېرې ستونزې جوړې شوې چې ولسونه يې بايد مخه ډب کړي."
دا غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې نږدې شپږ مياشتې مخکې هم پادشاه خان ځدراڼ ورته غونډه وربللې وه او د خپلو غوښتنو ترڅنګ يې په پکتياوالو د يوالي غږ کړی وو.