د کابل امنیه قومنداني وايي چې یوې ښځې له خپلې په واک کې وسلې څخه په استفاده نن له غرمې مخکې په کابل کې د سترې محکمې پر ودانۍ حمله وکړه.
د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه ښځې وسله درلوده او کله یې چې غوښتل د سترې محکمې ودانۍ ته ننوځي په دروازه کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شوه.
په ورته وخت کې د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم ازادي راډیو ته دا خبره په همدې ډول تائید کړې ده.
خو یو امنیتي مسوول چې ویې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي ازادي راډیو ته یې وویل چې یو سړی هم له یادې ښځې سره مل و چې د دې تر وژل کېدلو وروسته هغه وتښتېد.
یاده سرچینه وايي چې دغې ځوانې ښځې چې تفنګچه ورسره وه یو پولیس هم ټپي کړ.
د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې رئیس فریدون عبیدي ځیني رسنیو ته ویلي چې دغه ښځه یو ویشت کلنه او د کابل اوسېدونکې وه.
د دغې حملې لامل نه دی معلوم شوی او تراوسه یې مسوولیت هم چا نه دی منلی خو په ستره محکمه د یوې ښځې له خوا حمله دا په تېره نه تکرار شوې خبره ده.
د ازادي راډیو خبریال چې په سیمه کې موجود و چې د یادې ښځې جسد د څېړونو لپاره د امنیتي ځواکونو له خوا عدلي طب ته یوړل شو چې په لاس یې لیکل شوي و شهادت دې مبارک شه!
وسله والو طالبانو وروسته تر هغه چې د دوی څو تنه ملګري په کابل کې اعدام شول ګواښ یې وکړ چې د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو به حمله وکړي.
ترهغه وروسته د روان کال د جوزا د میاشتې په لومړېو کې په کابل کې د میدان وردګو ولایت د ایستناف د محکمې د کارکوونکو پر موټر حمله وشوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل، په دغه برید کې چې وسله والو طالبانو یې مسوولیت په غاړه اخېستی لس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
دغه شان شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د لوګر ولایت د استیناف پر څارنوالۍ هم حمله وشوه چې د نوموړي ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا د نوموړې څارونوالۍ د رئیس په ګډون اووه کسه په کې ووژل شو او شل تنه نور ټپیان شول.
پخواني:
د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې یوې ښځې له وسلې څخه په استفادې په سترې محکمې باندې حمله کړې ده.
د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څېړنو رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته که څه هم ډېر جزئیات ورنهکړل خو تائید یې کړه چې دې ښځې وسله درلوده او د کابل مسعود څلور لارې ته څېرمه سترې محکمې ته ننوتې ده.
ښاغلي عبیدي وویل، څېړنې پيل شوي او جزئیات به وروسته له خلکو سره شریک شي.
اخوا د سترې محکمې رییس سید یوسف حلیم ازادي راډیو ته وویل چې یوې ښځې له وسلې ځخه په استفادې حمله کړې خو په ځوابي ډزو کې د افغان پوځیانو لهخوا وژل شوې ده.
یوه امنیتي چارواکي چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې یوه سړي هم په دې پېښه کې لاس درلود خو د مېرمنې د وژلو وروسته هغه په تېښته بریالی شو.
دې سرچینې ویلي چې په دې پېښه کې بل چاته کوم زیان نهدی رسېدلی.
که څه هم پر قضایه قوې په بېلابېلو سیمو کې حملې زیاتې شوي خو دا به لومړی ځل وي چې په دې وروستیو کلونو کې په کابل کې یوه ښځه پر سترې محکمې حمله کوي.
لا هم د دې پېښې څرنګوالی معلوم نهدی او نه د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه اخیستی او چاوراکو د حمله کوونکې جسد عدلي طب ته د څېړنو لپاره استولی دی.