د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

جنرال نيکولسن له راحيل شريف سره په افغانستان وغږېد


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموريت قومندان جنرال نيکولسن د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره د سيمې د امنيتي وضعيت او په افغانستان کې د تلپاتې سولې په لارو چارو خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګه يا ISPR په يوې خپرې کړې خبر پاڼه کې ويلي چې ښاغلي نيکولسن د چهارشنې په ورځ په راولپېنډۍ کې د پوځي په عمومي قومندانۍ کې د پوځ له مشر ښاغلي راحيل شريف سره وکتل او په دوه اړخيزو اړيکيو او نورو مساېلو يې ورسره خبرې وکړې.

خبرپاڼه په دې اړه کاږي:

"د جنرال نيکولسن او راحيل شريف په ملاقات کې په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره، د پاک_ افغان ګډې سرحدي کرښې د تنظيم يا بارډر منجمنټ او همدا راز په افغانستان کې د تلپاتې سولې په لارو چارو هم خبرې وشوې."

که څه هم په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموريت د پوځي قومندان او د پاکستان د امنيتي مقاماتو ترڅنګ ليدنې کتنې د معمول خبره ده، خو په دې وروستيو کې دا ملاقاتونه تر پخوا ډېر شوي دي.

جنرال نيکولسن تر هغې وروسته راولپېنډۍ ته سفر کړى چې څو ورځې مخکې د امريکا بې پيلوټه الوتکو په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان مهم قومندان "عمر نرى" چې په ٢٠١٤ میلادي کال کې يې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي او د روان کال په جنورۍ کې په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون د خونړي وسله وال بريد مسوول ګڼل کېده، ووژاه.

دا لومړى ځل دى چې د تحريک طالبان پاکستان مهم قومندان په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې ووژل شو.

تر دې مخکې د پاکستاني پوځ مشر له هغه امريکايي پلاوي چې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموريت قومندان نيکولسن او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ اولسن په کې وو، غوښتي وو چې په افغانستان کې دې د تحريک طالبان پاکستان مرکزونه له منځه يوسي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له امله ګڼ شمېر پاکستاني وسله وال افغانستان ته اوښتي او له هغه ځايه پر پاکستان بريدونه پلانوي.

دغه جګپوړي امريکايي پلاوي تر هغې وروسته د اسلام اباد سفر وکړ او د پاکستان له سياسي او پوځي مشرانو سره يې وليدل چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د روان کال په مۍ مياشت کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور د پاکستان په بلوچستان کې ايالت کې وواژه.

پاکستان دا بريد په سختو ټکو وغانده، دا يې پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى وباله او له امريکا يې وغوښتل چې پر خاوره دې يې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه ودروي.

خو امريکايي چارواکو په بلوچستان کې د افغان طالبانو پر مشر د دغه بريد دفاع وکړه او ويې ويل چې ملا اختر منصور د افغان او امريکايي ځواکونو پر ضد بريدونه کول، نو ځکه يې په نښه کړ.

د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د ملا اختر منصور تر وژنې وروسته د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې لا هم سړې دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG