د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۶

ختیځ لبنياتو فابریکې چارواکي: د بهرنیو تولیداتو مخه‌ مو ډب کړې

په ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو تولیدونکې فابریکې چارواکي وایي، د تولیداتو د خرڅلاو کچه‌يې تر پخوا ښه شوې او تر ۷۰ سلنه پورې‌یې د بهرنیو تولیداتو مخه ډب کړې.

د ختیځ لبنیاتو د بازار موندنې مسؤل وحید الله ازادي راډيو ته ويلي چې د دوی د فعالیت شاوخوا یو کال کېږي او په دې موده کې په هر کاري ساعت کې‌یې د لبنیاتو د تولید کچه تر درې زره لیټرو ته لوړه شوې ده.

​ښاغلی وحیدالله وايي:

"تقریباً پخوا به له شپږ سوو نه تر اووه سووه لیټرو پورې شېدې راتلې اوس تر دوه نیم زرو لیټرو نه نیولې تر درې زرو لیټرو پورې تولیدات لرو او بازار ته وړاندې کېږي دا فابریکه په کاري ساعت کې تر لس زره لیټرو تولید ظرفیت لري."

وحیدالله وايي، اوس مهال دوی سره د سړو خونو موټرو کمبود دی
وحیدالله وايي، اوس مهال دوی سره د سړو خونو موټرو کمبود دی

نوموړي وویل، اوس مهال دوی سره د سړو خونو موټرو کمبود دی که چېرې دا ستونزه‌يې حل شي دوی کولای شي چې د هېواد نورو ولایتونو ته هم خپل تولیدات پراخ کړي.

د همدې فابریکې د کوپراتیفونو مسؤل ملک حیا خان وايي، په لومړیو کې دوی له صفر نه کار پيل کړ او د وخت په تېرېدو د مالدارانو لېوالتيا ورسره زیاته شوه او د دوی د فعالیت ساحه تر ولسوالیو ورسېده.

ښاغلی حیا خان وویل:

"کله چې موږ فعالیت پيل کړ یوه میاشت وروسته شپږ سوو ليټرو ته تولید ورساوه بیا چې موږ مارکېټېنګ پيدا کړو بیا سرخرود ولسوالۍ نه مو د شیدو راوړل پيل کړل بیا بټي کوټ ولسوالۍ نه مو فعالیت پيل کړل همداسې قدم په قدم موږ تولیدات او فعالیت پراخ کړل او دغه د ولسوالیو نه چې شيدې راځي د شیدو، مستو، کوچ، پيروي دا پروسس کېږي."

دانش وايي، هغه لبنيات چې له ګاونډیو هېوادونو راځي په هغې کې کېمياوي مواد کارول کېږي
دانش وايي، هغه لبنيات چې له ګاونډیو هېوادونو راځي په هغې کې کېمياوي مواد کارول کېږي

د ختیځ لبنياتو په فابریکه کې د کرنې وزارت استازی ضیا الله دانش وايي، هغه لبنيات چې له ګاونډیو هېوادونو راځي په هغې کې کېمياوي مواد کارول کېږي او په میاشتو میاشتو د همدې موادو په زور ساتل کېږي.

دی وايي، وطني تولیداتو کې هېڅ ډول کېمیاوي مواد نه کارول کېږي او تازه تولیدات تر هېوادوالو رسېږي.

ښاغلی دانش زیاتوي:

"دغه د ختیځ لبنياتو تولیدات صحي دي او هغه تولیدات چې له نورو ملکونو راځي په هغې کې کېمياوي مواد موجود دي چې هغه ضرر پيدا کوي."

د روغتيايي چارواکو په خبره هغه لبنيات چې په هغې کې کېمياوي مواد کارول کېږي هغه د انسان صحت ته هم زیان رسوي.

د دوی په خبره که چېرې وطني تولیدات پراخ شي او د بهرنیو لبنياتو استعمال بند شي نو له دې سره به د ډېرو ممکنه مرضونو مخه هم ونیول شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG